د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: هیله ده د زندانیانو خوشې کیدل د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله ښودلې چې د بندیانو تبادله به افغان جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو له دریو مشرانو سره د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او ۱۰ افغان سرتېرو له تبادلې وروسته هیله ښودلې ده چې دا اقدام سولې ته لا ښه لاره برابره کړي.

ښاغلي پمپیو ویلي دي چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان د امریکايي ځواکونو په مرکز کې دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

ولسمشر غني څو ورځې مخکې د انس حقاني او طالبانو د دو نورو مشرانو د خوشې کولو اعلان وکړ چې دا استادان پرېښودل شي. ښاغلي غني دا یوه سخته پرېکړه وګڼله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي: "هیله لرو چې د هغوی خوشې کیدل یو بل ښه نیت څرګند کړي چې سولې او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي."

وسله والو طالبانو په ۲۰۱۶ د کابل په ښار کې دا دوه استادان وتښتول او په بدل کې یې د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو بندیانو خوشې کیدل غوښتل.

طالبانو د خپلو دریو مشرانو له پرېښودلو وروسته په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې ده چې "دا د سولې/پخلاینې لپاره د اعتماد سازۍ او ښه نیت د لا قوي کېدو لپاره یو ښه ګام وي."

طالبانو دا خبره هم کړې ده چې انس حقاني به د طالبانو د مذاکره کوونکو په ډله کې شامل وي.

XS
SM
MD
LG