د لاس رسي وړ اتصالات

جان بس: د کابل او لوګر د بریدونو له امله د طالب بندیانو تبادله ځنډېدلې


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، هېواد یې د افغان سولې د پیاوړتیا په هدف د درې طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني د اعلان او په کابل او لوګر کې تر وروستیو بریدونو وروسته د یادو کسانو پر خوشي کولو د هغه د بیا غور ملاتړ کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ ویلي وو چې: "د افغانستان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هیواد د ګټو او مصالحو په رڼا کې به اقدام وکړي."

د امریکا سفیر جان بس د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷مه (لړم ۲۶) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې "هېواد یې له افغان سولې سره د مرستې په هدف د درې طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني د اعلان او د نومبر میاشتې پر ۱۲ او ۱۳ په کابل او لوګر کې تر موټر بم بریدونو وروسته د یادو کسانو پر خوشي کولو د هغه (ولسمشر غني) له بیا غور کولو څخه ملاتړ کوي."

جان بس همداشان ویلي: "سوله کول یعني د یوې سختې پرېکړې کول، خو سوله راوستل پر واقعي شرایطو باندې بیا غور کولو ته اړتیا لري. موږ د یو ستراتیژیک ملګري په صفت د راتلونکو ګامونو په اړه له افغانستان سره خپلې نژدې همکارۍ ته دوام ورکوو".

ښاغلي بس، د بندیانو خوشي کولو کې ځنډ د کابل او لوګر وروستي بریدونه بللي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د شنبې په ورځ نومبر ١٦ اعلان وکړ، چې دغه تبادله ځنډېدلې او د طالبانو درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د حکومت سره بندیان دي.

د شنبې په ورځ د ارگ یوې بلې منبع د نوم د نه ذکر کولو په شرط د امریکا غږ ته ویلي وو چې د بندیانو د تبادلې د ځنډیدو یو علت دا و چې "په هماغه ورځ په لوگر کې برید وشو او بل دا چې پدې هم څوک نه پوهیږي چې ایا دغه دوه استادان ژوندي دي او که نه."

تېره اونۍ د نومبر پر ۱۲مه د لوګر ولایت د پادخاب شانه سيمه کې د ”شېنک‟ پوځي اډې ته نږدې د بهرنيو ځوکونو د موټرو پر کاروان بمي برید وشو.

تر هغه یوه ورځ وروسته د نومبر پر ۱۳مه په کابل کې هم موټر بم برید ۱۲ تنه ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ټاکل شوې وه، چې دغه درې طالب زندانیان د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو سره چې له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا له طالبانو سره بندیان دي تباله شي.

طالبانو بیا د دغه تبادلې د ځنډېدو مسؤلیت پر امریکايي لوري اچولی دی.

پر همدې مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان حکومت لخوا د وسله والو طالبان د دغه درې طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

په دغه بیان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا له قوله ویل شوي: "د افغان حکومت لخوا د ښه نیت په اساس له زندان څخه د حقاني شبکې د درې غړو د خوشي کولو په اړه چې (له طالبانو سره د نژدې اړیکې لري) هر کلی کوو، چې د سولې د بین الافغاني خبرو سره مرسته وکړي".

معلومه نه ده، چې دغه تبادله به کله وشي.

XS
SM
MD
LG