د لاس رسي وړ اتصالات

حریري وايي لبنانیان باید خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي


د لبنان صدراعظم سعد حریري
د لبنان صدراعظم سعد حریري

د لبنان صدراعظم سعد حریري وايي د هیواد سیاسي کړکیچ یې لبنانیانو ته د بیدارۍ یو پیغام و چې د سیمه ییزه موضوعگانو په پرتله خپل هېواد ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي حریري د هیواد هغه بحران ته اشاره کوله چې د نومبر په څلورمه یې په سعودي کې د سفر پر مهال ناڅاپه خپله استعفا اعلان کړه.

ښاغلی حریري د چهارشنبې په ورځ بیرته هیواد ته ستون شو او د لبنان د جمهور رئیس میکل آوون په غوښتنه یې خپله استعفا بیرته واخیستله.

سعد حریري د پنجشنبې په ورځ په بیروت کې د عربي بانکونو په کلني کنفرانس کې وویل "تیرې شیبې ښایي مونږ ټولو ته د بیدارۍ پیغام وي چې د شاوخوا ستونزو پر ځای د لبنان گټو ته پام وکړو". هغه زیاته کړه چې زمونږ په شاوخوا کې ستونزې مهمې دي، خو لبنان تر هغې مهم دی.

د لبنان د حزب الله سیاسي او پوځي غورځنگ سیمه ییز رول چې ایران یې ملاتړی دی، د ښاغلي حریري اوږدمهاله متحد سعودي عربستان اندیښمن کړی دی.

له بلې خوا په پارلمان کې د حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د حریري بیرته راتگ او د هغه "مثبت پیغامونه" د وضعیت د بیرته نورمالیدو زیگنال ورکوي.

ښاغلي حریري د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د استعفا د بیرته اخیستلو تصمیم به یې د "یو با مسؤلیته دیالوگ د رامنځ ته کیدو سبب شي ... چې مختلفې موضوعگانې وڅیړي او د عربي وروڼو سره د لبنان اړیکو ته بیا نظر واچوي".

د لبنان لوړپوړو چارواکو ویلي وو چې حریري ریاض استعفا ته اړ او په هغه هیواد کې یې ایسار کړی و. ریاض او حریري دواړو دغه ادعاوی رد کړې دي. حریري د فرانسې د منځگړیتوب وروسته لبنان ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG