د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په کرنه کې د پانګې راجلبولو لپاره هڅې


جګړې، ناامنیو او طبیعي پېښو هم د افغانستان غذايي خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی
جګړې، ناامنیو او طبیعي پېښو هم د افغانستان غذايي خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د کروناویروس وبا د دغه هېواد پر اقتصاد او غذايي خوندیتوب باندې منفي اغیزې کړي او د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یوازې د حکومت بودجه بسنه نه کوي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۲۰) د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډه کې وویل چې د کروناویروس وبا د نورو هېوادونو په څیر افغانستان هم اغیزمن کړی دی او غذايي خوندیتوب یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خو د مالیې وزارت په یو بیان کې د ښاغلي ارغندیوال له قوله ویلي چې د کروناویروس د منفي اغیزو سره سره افغانستان د کرنې په برخه کې د پام وړ فرصتونه لري.

د مالیې وزارت سرپرست وایي: "د عامه سکتور بودجه په یوازې نشي کولی چې د کروناویروس له امله رامنځ ته شوې انکشافي ستونزې حل کړي له همدې امله موږ ژمن یو چې د خصوصي سکتور د ودې لپاره لازم او مناسب اصلاحات راولو او د کرنې په سکتور کې د خصوصي سکتور بودجه جذب کړو".

د کروناویروس د وبا ترڅنګ په افغانستان کې جګړه، ناامني او طبیعي پېښو هم د افغانستان د لویې برخې غذايي خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزارت د ویاند مرستیال نظر عنایت امریکا غږ ته وویل ۱۳ میلیونه افغانان چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي غذايي خوندیتوب نه لري او ۵۵ سلنه نور هم د فقر تر کرښې لاندې دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو په اساس دا مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې سږکال په دغه هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۲۰۰زره ټنو ته رسېږي او د بیړنیو حالاتو لپاره په سیلوګانو کې زیرمه شوي دي.

XS
SM
MD
LG