د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان د غنمو سږنی حاصل څه باندې ۵.۱ میلیون ټنو ته ورسېد'


د کرنې وزارت ویلي چې د افغانستان ۳۲.۹ میلیونه وګړي د کال ۶.۴۹ مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري
د کرنې وزارت ویلي چې د افغانستان ۳۲.۹ میلیونه وګړي د کال ۶.۴۹ مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د یوې ګډې سروې له مخې په روان کال کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریکه ټنو ته رسېدلي دي.

دغه وزارت ویلي چې دا سروې د کرنې وزارت او د ملي احصایي او معلوماتو ادارې لخوا شوې ده.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چې د ټولیزو حاصلاتو له ډلې ۴.۰۳ میلیونه مټریک ټنه یې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټنه یې له للمي کروندو څخه په لاس راغلي دي.

د کرنې وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې تر سره شوې ده."

نوموړي زیاته کړې تېر کال د غنمو د تولید کچه ۴.۹ میلیون ټنه وه چې سږني حاصلات نژدې ۲۰۰ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس د تېرکال په پرتله په روان کال کې د غنمو د ټولیز تولید د کچې د زیاتوالي لامل د غنمو د کروندو زیاتېدل او د للمي کروندو د تولیداتو زیاتوالی دي.

یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې چې روان کال د غنمو اوبیزې کروندې ۱.۶۱ میلیون هکټار او للمي کروندې ۱.۰۵ میلیون هکټارو ته لوړه شوې ده.

تخار، هرات، کندهار، هلمند، کندز او غزني هغه ولایتونه بلل شوي چې روان کال پکې تر ټولو زیات غنم تولید شوي دي.

همدارنګه پنجشیر، نورستان، غور، پکتیا، نیمروز او کاپیسا بیا هغه ولایتونه دي چې تر ټولو لږ غنم یې تولید کړي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس د وروستي سروې له مخې افغانستان ۷.۳ میلیون هکټاره کرنیزې ځمکې لري چې له دې ډلې ۳.۴ میلیون هکټاره کې یې کرکېله کیږي.

د کرکېلي وړ ځمکو له ډلې ۲.۳ میلیون هکټاره یې اوبیزې دي او نژدې یو میلیون یې د للمي په ډول کرل کیږي.

د کرنې وزارت ویلي چې د افغانستان ۳۲.۹ میلیونه وګړي د کال ۶.۴۹ مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.

دغه سروې د «ریموت سینسنگ» له ټکنولوژۍ او د جغرافیایي معلوماتو سیسټم او فضایي انځورونو «sentinel» څخه په استفادې چې د ۱۰ متره ځېرنې وړتیا لري تر سره شوې ده.

XS
SM
MD
LG