د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او ننګرهار کې د مسکو غونډې پر ضد مظاهرې وشوې


په مسکو کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي مخالفینو او طالب استازو د روانې غونډې په غبرګون کې یو شمېر کسانو په کابل کې د روسیې سفارت مخته مظاهره وکړه.

دغه مدني فعالانو او یو شمېر عامو افغانانو نن چهارشنبه د «سلواغې پر ۱۷مه» تر یوه اعتراضیه حرکت وروسته خبریالانو ته وویل چې د روسیې په کوربتوب د افغان سیاسیونو او طالب استازو په غونډه کې د افغان حکومت څنډې ته کول او د نړیوالې ټولنې په وړاندې بې پروايي کول د سولې لپاره خورا مهم دي.

دوی ویل چې روسیې په دغه کار سره وښودل چې د افغان سولې په اړه د یوې نړیوالې اجماع رابللو او له اقتصادي اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او تروریزم سره د مبارزې توان نه‌لري.

د دغه مظاهرې یوه جوړونکي عارف حیدري وویل: "موږ د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل او ملي اردو د منحلولو په اړه د طالبانو له غوښتونو سره موافق نه یو."

دوی دا هم وویل چې مسکو غونډې ته تلونکې کسان د ټولو افغانانو استازیتوب نه بلکې د خپلو خاصو ډلو استازیتوب کوي.

راټولو شوو کسانو د روسیې په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له ټولو هغو حرکتونو چې د افغانستان له ملي ګټو سره په خطر کې وي ډډه وکړي.

دوی د بهرنیو هېوادونو پر ځای په کابل کې دسولې پر خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له کابل څخه بهر د سولې په اړه ناستې به د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړي.

مسکو غونډه
مسکو غونډه

مظاهره کوونکو د افغانستان د اساسي قانون او د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د طالبانو د مرکچي شیر محمد عباس ستانکزي او د موقت حکومت په اړه یې د افغان سیاسیونو څرګندونې هم رد کړې.

دوی ویل چې د افغانستان اساسي قانون سل سلنه اسلامي دی او پکې د اصلاحاتو اړتیا نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه په مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه چې نن چهارشنبه به هم جریان ولري.

د دغه غونډې په لومړۍ ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي، یونس قانوني، محمد محقق، عطاء محمد نور، او د طالبانو د مرکچي پلاوي شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې.

د طالبانو مرکچي پلاوي وویل چې د افغانستان اساسي قانون دوی ته د منلو نه دی او زیاته یې کړه چې "تر یوې ممکنه سولې وروسته به له ټولو افغان اړخونو سره په ګډه یو اسلامي اساسي‌ قانون او افغان شموله نظام جوړ کړو".

نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې په افغان امنیتي ځواکونو کې باید اصلاحات رامنځته شي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس استاد عطاء محمد نور هم وویل: "یوه طرحه چې شاید طالبان هم پرې قانع شي، د بن کنفرانس په څیر د یو بل موقت حکومت طرحه ده،مګر دا په دې معنا نه ده چې له صفر څخه یې بیا پیل کړو."

ټاکل شوې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو غونډه نن هم تر سره شي.

ننګرهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه
ننګرهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه

روسیې تر دې مخکې ویلي چې په دغه غونډه کې رول نه لرې بلکې په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو لخوا رابلل شوې ده.

افغان حکومت هم تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه دوی ته مشروعیت نه لري او هر ډول پرېکړه به یې د سولې پر بهیر تاثیر ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل ترڅنګ په هلمند، خوست، ننګرهار او لغمان کې هم د روسیې غونډې پر ضد او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې او مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG