د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د افغانانو د شړلو په ضد مظاهره وشوه


د مهاجرت نړیوال سازمان وایي جرمني ١٩ افغان مهاجر چې پناه غوښتنه یې رد شوې وه، د چهارشنبې په ورځ بیرته کابل ته ولیږل.

د فرانسې خبري اژانس د مهاجرت د نړیوال سازمان د ویاندې له خولې ویلي چې په دغه ډله کې اکثر هغه ځوانان شامل دي چې د ژوند زیاته برخه یې په بهر کې تیره کړې ده.

د جرمني د ایالتي تلویزیون وي ډي آر په وینا دغه کسان د سه شنبې په ورځ په یوه کرایه کړل شوې الوتکه کې د دوسلدورف له هوایي ډگر څخه د کابل په لور استول شوي دي.

ددغو ١٩ تنو د ایستلو سره جوخت شاوخوا له ٢٠٠ نه تر ٣٠٠ پورې په جرمني کې اوسیدونکو افغانانو د دوسلدورف هوایي ډگر ته نژدې مظاهره وکړه او اعتراض یې درلوده چې افغانستان ناامن دی او باید چې پناه غوښتونکي بیرته وانستول شي.

ټاکل شوې وه چې په دغه پرواز ٨٠ تنه افغان پناه غوښتونکي چې درخواستونه یې رد شوي وو بیرته خپل هیواد ته ولیږل شي، خو په وروستیو دقیقو کې د یو شمیر پناه غوښتونکو په دوسیو کې د بدلونونو او همداشان د یو شمیر نورو د ناروغۍ په وجه دا شمیر راټیټ شو.

جرمني چې یو شمیر دیپلوماتان یې له افغانستان نه بیرته هیواد ته ستانه کړي د فرانسې د خبري اژانس په وینا د هغه هیواد سفیر چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې میشت شوی وایي د اخراج شویو مهاجرو لپاره امن امن هیواد دی.

د ٢٠١٦ کال د دسامبر د میاشتې راهیسې د جرمني نه ١٥٥ افغان مهاجر بیرته افغانستان ته استول شوي دي. د جرمني د مهاجرت د ادارې د شمیرو له مخې باید څه دپاسه ١۴ زره افغان مهاجر د جرمني نه وایستل شي.

جرمني مقامات ادعا کوي چې شړل شوي کسانو په جنایتونو کې لاس درلوده او د بند موده یې هم تیره کړې ده او په دې خاطر هغوی خطرناک گڼل شوي چې د سخت دریځۍ تورونه پرې لگیدلي دي.

XS
SM
MD
LG