د لاس رسي وړ اتصالات

۱۰۶ کلنه افغانه د سویډن نه د ایستلو له گواښ سره مخامخ ده


١٠٦ کلنه بي بي حال، ښایي د نړۍ تر ټولو پوخ عمره مهاجره وي
١٠٦ کلنه بي بي حال، ښایي د نړۍ تر ټولو پوخ عمره مهاجره وي

١٠٦ کلنه افغانه بي بي حال چې په قوم ازبکه ده او اټکل کیږي چې د نړۍ تر ټولو پوخ عمره مهاجره به وي ټاکل شوې چې له سویډن نه یې وباسي.

دغه افغانه مهاجره چې په ٢٠١٥ کال کې په کروشیا کې د مهاجرو په یو کمپ کې وپیژندل شوه، د افغانستان د کندز ولایت اوسیدونکې ده او د خپل ځوی او د کورنۍ د نورو غړو سره یوځای د دوه کلن سخت سفر وروسته د سویډن ته مهاجره شوه.

ازبکۍ بي بي چې کله په کروشیا کې وه خبریالانو ته ویلي وو چې د کورنۍ ١٧ غړي یې اروپا ته د رسیدو لپاره ٢٠ ورځې په لار وو او په دې سفر کې زامنو یې هغه په شا انتقالوله.

د سویډن حکومت د جنورۍ په میاشت کې د بي بي حال او د هغې د کورنۍ د نورو غړو د پناه اخیستلو درخواست رد کړ. سره له دې چې ددې افغانې مهاجرې کورنۍ د سویډن د تصمیم په اړه مرافعه غوښتې، خو دغه بد خبر ددې افغانې میرمنې د مغزي سکتې سبب شو او اوس یې د بدن یوه برخه فلج شوې ده.

بی بی ازبکي اوس د بیمارۍ په بستر کې ده
بی بی ازبکي اوس د بیمارۍ په بستر کې ده

که څه هم چې د بي بي ازبکي کورنۍ افغانستان ته بېریته تگ ناممکن گڼي، د سویډن حکومت د هغوی د درخواست په ځواب کې استدلال کړی چې افغانستان په بشپړه توگه ناامنه نه دی او هغوی کولای شي هیواد ته ستانه شي.

د سویډن د مهاجرو د ملاتړو سازمانونو د بنسټ رئیس سانا ویستین، د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل "هغه دلیل چې د مهاجرینو د چارو اداره یې وړاندې کوي دادی چې افغانستان په بشپړه توگه ناامنه نه دی او داسې ځایونه شته چې تاسې کولای شئ هلته لاړ شئ، او دا مشکله ده ځکه هغه سیمې چې مشخصې شوي ستر ښارونه لکه کابل، مزار او هرات دي او دغه ځایونه همدا اوس پوره امن نه دي".

د سوري مهاجرو په پرتله افغان مهاجر د سویډن په گډون په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د بیرته ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

د جرمني په گډون اروپایي هیوادونه اوس دلیل راوړي چې افغانستان په کلي توگه ناامنه نه دی او افغانان کولای شي د خپل هیواد په امنو سیمو کې په عادي توگه ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG