د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې لاریون په تاوتریخوالي اوښتی درې تنه مړه شوي


بدخشان کې نننی لاریون
بدخشان کې نننی لاریون

په بدخشان ولایت کې د امنیت، اوبو او برېښنا غوښتلو په هدف د خلکو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او لږ تر لږه درې کسان مړه شوي.

د دغه ولایت د روغتیايي چارواکو په وینا د لاریون پر مهال د فزیکي چلند له امله لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د ولایتي روغتون سرطبیب شفیق همدرد نن سه شنبه جون اتمه (غبرګولې ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځایه درې مړي او لږ تر لږه ۲۴ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي: "لومړني ارقام درې مړي او ۲۴ ټپيان دي، ټول ملکي وګړي دي."

خو د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي: "قهرجنو لاریون کوونکو بې له دي چې خپلې غوښتنې له ولایت مقام سره شریکې کړي لاریون کړی، په پوځي تاسیساتو او زموږ په افرادو یې برید کړی، د ساتونکو لخوا یوازې څو هوايي ډزې شوي، د خلکو ۲۰۰۰ دوسیې سوځولي دي، لاریون کوونکو غوښتل چې د ولایت دېوالونه ونړوي چې غبرګون یې ولید او یوازې دوې هوايي ډزې وشوې."

لاریون کوونکو د ولایت مقام دروازې مخته راغلي وو او ولایتي اداره یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې په پاتې راتلو تورنه کړه.

د صفی الله په نوم یوه لاریونوال وویل چې د دوی غوښتنې د امنیتي سرتیرو لخوا په ډزو سره ځواب شوې او په دې اړه باید څېړنې وشي.

وروسته تر هغه چې لاریون په تاوتریخوالي واوښت د بدخشان مرکز فیض اباد ښار پوځي بڼه خپلې کړې او امنیتي سرتېري ښار ته راوتلي دي.

لاریون کوونکو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ځايي حکومتي ادارې ته دوه ورځې وخت ورکړ که ستونزې هوارې نکړي دوی به خپله په دغه ولایت کې د ښورابک برېښنا بند پرانیزي.

XS
SM
MD
LG