د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو پر ضد لندن کې لاریون شوی


په لندن کې د نومبر لسمه د افغان ټولنې د فعالانو لاریون
په لندن کې د نومبر لسمه د افغان ټولنې د فعالانو لاریون

د لندن په مرکزي برخه کې د جمعې پر ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹) د افغان ټولنې فعالانو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو پرضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې د برېتانیا په ګډون نړیواله ټولنه دې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته پام وکړي.

د وروستیو مالوماتو له مخې تر دا مهاله له پاکستان څخه شاوخوا ۲۱۳۰۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه کړل شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري، خو د لندن د لاریون ګډونوالو د کډوالو شړل له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله.

د پاکستان لنډمهاله حکومت وایي خپل هېواد ته د کډوالو د ستنولو پرېکړه یې په دغه ملک کې امنیتي او اقتصادي ستونزو ته په کتو کړې ده.

یو مدني فعال او مدافع وکیل عبدالحکمي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۱ کال او بیا په ۱۹۶۷ کال کې ملګرو ملتونو داسې قوانین طرح کړل، چې له مخې یې هغه څوک چې د جنګونو له لاسه بې کوره شي او یو هېواد ته پناه یوسي، نو هغوی ته به پناه ورکول کېږي او شړل کېږي به نه.»

حکیمي زیاتوي که څه هم پاکستان پر دغه تړونونو لاسلیک نه دی کړی، خو ځینې نور قوانین شته چې پاکستان لاسلیک کړي دي او په هغه کې دا په څرګندو ټکو لیکل شوي دي چې پاکستان به هېڅکله هغه څوک له خپل هېواد څخه په جبري‌ توګه نه باسي، چې دوی ته یې پناه راوړې وي.

حکیمي وویل: «زموږ ټولنه له پاکستان څخه غوښتنه کوي‌، چې نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي او د نړیوال قانون هغه مادې چې اسلام اباد لاسلیک کړې دي، هغه باید عملي کړي.»

د اسلام اباد مقاماتو د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه په پاکستان کې میشتو ناقانونه کډوالو ته چې ډېری پکې د افغانستان وګړي دي، امر کړی وو چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې دې په خپله خوښه خپلو ملکونو ته ستانه شي ګنې تر هغه پس به نیول کېږي او شړل کېږي به.

د بریتانیا د صدراعظم د دفتر او اوسیدنې ودانۍ (۱۰ ډاونینګ سټریټ) مخې ته لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د څه کم دوه میلیونه افغان کډوالو شړل سمدستي ودروي او هغوی دې د یو سنجول شوي پلان لاندې وباسي.

د لاریون پر مهال یو فعال عبدالمالک افغان له امریکا غږ سره په خبرو کې له افغان کډوالو سره د هراړخیزه مرستو غږ وکړ: «موږ په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې څخه غوښتنه کوو چې افغان کډوالو ته دې د افغانستان په تودو سیمو کې پنډغالي (کمپونه) جوړ کړي ځکه چې ژمی رارسېدلی دی او هغوی له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.»

لاریونوالو خپل غوښتنلیک د برېتانیا صدراعظم رشي سوناک دفتر ته وړاندې کړ.

دوی دا غوښتته هم کوله چې په افغانستان کې دې د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې یوې مدني فعالې سودابه کامروا وویل: «د افغانستان نجونې حق لري چې پرمختګ وکړي. عصري زده کړې ترلاسه کړي. ښځو ته دې د کار اجازه ورکړل شي. د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

دا چې د برېتانیا د صدراعظم رشي سوناک دفتر (۱۰ ډاونینګ سټریټ ) د دغه لاریونوالو غږ اوري او که نه، خو د دې اعتراضیه غونډې برخوال په پاکستان کې له هغه افغان کډوال سره خپل پیوستون ښيي جې دا مهال د شړلو له کبله کړاوونه ګالي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG