د لاس رسي وړ اتصالات

ژغورنې نړیواله کمیټه: ستنیدونکي افغان کډوال د یوې تیاره راتلوونکې سره مخ دي


افغان کډوال
افغان کډوال

د پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د دوام سره هم مهاله د ژغورنې نړیوالې کمیټې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د راتلوونکی په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغې کمیټې د سه شنبې په ورځ نومبر اووم ( لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي، تمه کیږي چې تر راتلوونکو شپږ میاشتو به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیردوام ومومي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د همغږۍ د چارو لوړ پورې چارواکي نصیب مشعل په دې اړه ویلي: "د لسیزو لپاره د جګړو، بې ثباتۍ او اقتصادي بحران څخه وروسته، افغانستان کې د کورنیو د جذب لپاره چې اکثرو یې د لسګونو کلنو لپاره په دغه هیواد کې ژوند نه دی کړی یوه مبارزه به وي. د شپږ میلیونو په کور دننه بې ځایه شویو کسانو په شتون کې هغوی چې له پاکستان څخه خپل وطن ته ستنیږي د یوې تیاره راتلوونکی سره مخ دي".

د ښاغلي مشعل د وینا له مخې په تورخم کې اړتیاوې زیاتې دي او هره ورځ د سلګونو کډوالو په ستنیدلو سره په دغه سیمه کې د کورنیو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

مشعل وویل چې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ټیم د ماشومانو په ګډون د اوږده او ستونزمن سفر په ترڅ کې ستنیدونکو ته د رسیدلو ټپونو درملنه کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د همغږۍ د چارو دغه چارواکي ویلي چې ددې سربیره په تازه ستانه شویو کې ډیرې یې ښځې او نجونې دي چې په دغسې یو حالت کې د ناسمې ګټې اخیستنې د ګواښونو سره مخ دي.

ښاغلي مشعل وویل: "راتلوونکی څو میاشتې به ډیرې مهمې وي، عمومي برخه او روغتیايي رژیم زیانمنونکی دی او د ستانه شویو اړتیاو د پوره کیدو لپاره کافي نه دی. بشردوستانه ځواب ویل د نړیوالې ټولنې له خوا د عاجل مالي ملاتړ د برابرولو پورې تړاو لري ترڅو د زرګونو نوو ستنو شویو کډوالو ته په سرحدي سیمو کې او په هغو سیمو کې چې ډیرې کورنۍ به په کې ځای په ځای شي د ملاتړ د برابرولو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي".

دغې کمیټې ویلي چې د ژمي د موسم په نږدې کیدو سره د هغو کورنیو د ژوندي پاتې کیدو په اړه چې په خیمو کې اوسیږي په ژوره توګه اندیښنه لري او دا ځکه چې د هوا سړیدل پیل شوي او تمه کیږي چې د ډسمبر په نیمايي کې به بارانونه پیل شي.

د پاکستان د حکومت له خوا د روان کال د اکتوبر د میاشتې په سر کې ددغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته د افغان کډوالو په زرګونو کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.
د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) ویلي چې هره ورځ د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي په داسې حال کې د دغې پریکړې دمخه په ورځ کې تر ۲۶۰ پورې کډوال ددغو سرحدي لارو له پاکستان څخه وطن ته ستنیدل.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د سپټمبر له نیمايي څخه ددې اونۍ تر پیل پورې شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو وطن ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG