د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: له پاکستان څخه د افغان فعالانو شړل د هغوی ژوند د ګواښ سره مخ کوي


یو شمیر معترضې ښځې وايي، د مدني ټولنې هغه شمیر فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره یې پاکستان ته پناه وړې له دغه هیواد څخه خپل وطن ته د ستنیدلو په صورت کې یې ژوند د ګواښ سره مخ کیدلی شي.

دغو ښځو د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر دوییم (لړم ۱۱) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې په یو زیات شمیر د ښځو د حقونو او مدني فعالان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیولو او بندیانولو د اندیښنو له امله ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته کډه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ترلاسه شویو راپورونو له مخې پاکستاني دولتي مسوولینو او ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر امر کړی چې د شنبې له ورځې د ۲۰۲۳ کال د نومبر څلورمې وروسته له پاکستان څخه ټول افغان کډوال افغانستان ته وشړل شي چې دا د ټولو هغو فعالانو لپاره چې تر اوسه یې د ظلم او استبدا پر وړاندې دریدلي یو ګواښ او یو ستر ناورین دی".

دغو معترضو ښځو د ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري حقونو له ادارو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په ځانګړي ډول افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو وضعیت ته دې په جدي ډول پاملرنه وکړي.

ددغې اعلامیې سربیره د افغانستان په دننه او بهر کې میشتو یو شمیر افغان میرمنو په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره په انلین بڼه د عدالت د پلي کیدو لپاره کمپاین هم پیل کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د پخوانیو څارنوالانو ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې پاکستاني پولیسو د اکتوبر د ۳۱ ورځې راهیسې تراوسه څلور افغان څارنوالان چې دغه هیواد ته یې پناه وړې وه، نیولي دي.

د فرشته رازبان په نوم یوې پخوانې مدافع وکیلې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پخواني څارنوالان د طالبانو، داعش وسله والو او د نورو سخت دریځو ډلو د غړو څخه په پلټنو کې د ګډون له امله د غچ اخیستلو له ګواښ سره مخ دي. میرمن رازبان ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان مکلف دی چې د هغه شمیر افغان کډوالو د جبري ستنولو ډډه وکړي چې د ستنیدلو په صورت کې یې ژوند ته ګواښونه راولاړیدلی شي.

په عین وخت کې د افغان میرمنو په ګډون د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو د ایستلو په اړوند مسلو په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر مسعودخان سره د کتنې خبر ورکړی دی.

میرمن امیري ویلي: "د سفیر مسعود خان سره مې په کتنه کې افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د بیړني وضعیت مسله راپورته کړه . افغانستان ته د ښځو او نورو زیانمننونکو ډلو د ستنولو د اغیزو او د ستنیدو پر مهال چې هغوی د کومو ګواښونو سره مخ کیدای شي بحث وکړ".

د پاکستان حکومت ویلي چې ددغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پلان پلان له مخې به د ټولو هغو هیوادونو وګړي چې په پاکستان کې د اوسیدلو لپاره قانوني اسناد ونلري د نومبر د لومړۍ ورځې وروسته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د پاکستان د حکومت په دغه پریکړه کې ویل شوي چې د ټاکلې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي ونیول شي او د ځانګرو مرکزونو کې د ساتلو وروسته به له دغه هیواد څخه وشړل شي.

د پاکستان د حکومت دغه مهلت د چهارشنبې په ورځ نومبر اول (لړم ۱۱) پای ته ورسېد.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG