د لاس رسي وړ اتصالات

حقوقي ادارې پاکستان ته: وطن ته د بشري حقونو افغان مدافعانو له ستنولو ډډه وکړئ


د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او څارنوالان د څارنوالانو لپاره ائتلاف کې شاملو ادارو د پاکستان له حکومت غوښتي چې له دغه هیواد څخه دې د بشري حقونو د افغان مدافعانو له ستنولو څخه ډډه وکړي.

دغو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته نومبر اول (لړم لسم) د امریکا متحده ایالاتو په نیو یارک کې یې خپره کړې د پاکستان څخه د افغان کډوالو په ګډون د ۱.۷میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو په شړلو ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغو کډوالو کې په زرګونو هغه افغانان هم شامل دي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته یې دغه هیواد ته کډه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د پاکستان له خوا د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو په پریکړه ډیر خواشیني یو، په دغه شمیر کې د څارنوالانو او د عدلي سیستم د کارکوونکو په ګډون هغه په زرګونو افغانان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته له طالبانو تښتیدلي دي. مونږ اندیښنه لرو چې د افغانستان وخیم وضعیت ته په کتنې ممکن هغوی د خطر سره مخ شي په ځانګړي ډول د بشري حقونو مدافعین، څارنوالان او د عدلي سیستم کارکوونکي".

د روانې اکتوبر د میاشتې په سر کې اسلام اباد سلګونو زره کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې د پای ته رسیدلو وروسته به په زور وشړل شي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ساتلو لپاره به د کډوالو "د ساتلو مرکزونه" پرانیزي.

ښاغلي بګټي وویل چې دغو مرکزونو کې به د قانوني اسنادونلرونکي کډوال تر هغې چې خپل هیواد ته استول کیږي وساتل شي.

په نیویارک کې میشت د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان وايي، چې په نړیواله کچه د جرمونو سره د مبارزې او د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر وړاندې مبارزه کوي، خو اوس یې زیاته پاملرنه افغانستان ته اړولې ده.

همداشان دغه سازمان ویلي، چې د امریکا د اوتا د ایالت په سالټ سټي کې څارنوالان د څارنوالانو لپاره د پیل شوي کمپاین څخه هم ملاتړ کوي.

دا کمپاین د افغان څارنوالانو او د افغانستان د عدلی سیستم د کارکوونکو د ژغورنې او ملاتړ لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د جون ۲۷ (زمري پنځم) په لاره اچول شوی دی.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او څارنوالان د څارنوالانو لپاره ائتلاف کې شاملو ادارو په اعلامیه کې ویل شوي: "ددې باوجود چې د افغانانو د شړلو لپاره د نومبر د لومړۍ ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی چې اساسي هدف یې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوال دي، مونږ راپورونه ترلاسه کړي چې یو افغان څارنوال چې د سفر قانوني ویزه او حتی د سفر ټکټ یې هم درلود افغانستان ته شړل شوی دی".

په دې اعلامیه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانانو ته د اوږدې مودې د پناه د روکولو له امله د پاکستان د سخاوتمندانه کوربتوب ستاینه شوې او ویل شوي، چې ددغه ائتلاف اساسي اندیښنه د څارنوالانو او د افغانستان د عدلی سیستم د پخوانیو کارکوونکو په اړه ده چې په افغانستان کې د هغوی ژوند ته د جدي ګواښونواو بشري سرغړونو له امله یې پاکستان ته کډه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې پخواني حکومت د مامورینو، بشري حقونو مدافعینو او ۲۹ څارنوالانو په ګډون د ځورولو، شنکچې او د محکمې پرته وژنو په اړه د طالبانو اقداماتو ته په کتنې افغانستان ته به ددغو افرادو ستنول هغوی د زښت زیات خطر سره مخ کړي.

په دې اعلامیه کې د طالبانو د وسله والو له خوا په تیرو دوو کلنو کې له اتو سوو زیاتو د پخواني حکومت د ملکي او امنیتي منسوبینو وژنو په اړه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" راپور ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې اوس مهال افغانستان یو مشروع او ځواب ویوونکی حکومت او یو موثر حقوقي سیستم نلري، ښځې او نجونې د زده کړو او کار د حقونو په ګډون له خپلو حقه حقونو څخه محرومې شوې دي.

دا اعلامیه وايي، چې افغانستان ته د بشري حقونو د مدافعینو ستنول به هغوی د ځورونې شکنجې او د نورو بشري حقونو څخه د سرغړونو سره مخ کړي.

د افغان څارنوالانو ملاتړ لپاره کمپاین

د امریکا د څارنوالانو ټولنې د دغه هیواد د سالټ لیک د ښار د څارنوالۍ د دفتر او د افغان څارنوالانو ټولنې، د څارنوالانو نړیوالې ټولنې او د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان او څو نورو ادارو سره د روان ۲۰۲۳ کال د جون ۲۷ (زمري پنځم) د شاوخوا ۱۵۰۰ افغان څارنوالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د ژغورنې او په بیا میشتیدو په اړه چې ددغو ادارو د وینا له مخې یې په افغانستان او ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې یې ژوند د ګواښ سره مخ دی له وړاندې یو کمپاین پیل کړی دی.

دا ادارې وايي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې تر ۶۰۰۰ پورې مامورینو کارکوه. ددغه کمپاین یو بل هدف ددغو څارنوالانو د خیر ښیګڼې په چارو د مصرف لپاره د ۱۵ میلیونو ډالرو راټولول هم دي.

د پاکستان صدراعظم انور الحق کاکړ په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، هغه هېوادونه چې خپل افغان همکاران د پاکستان له لارې باسي، د هغوي پر وړاندې به پاکستان کومه ستونزه او خنډ رامنځته نه کړي.‌

خو نوموړي وویل،‌ هغه افغانان چې له څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، خپل هېواد ته د اجباري ستنېدو په پروسه کې به شامل شي.

د طالبانو حکومت هم په یوه اعلامیه هغو افغان کډوالو ته چې د امنیتي اندیښنو له امله وطن څخه وتلي ډاډ ورکړی چې بیرته راستانه او په خپل هیواد کې ارام ژوند وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG