د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له زندان څخه د منیژه صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه وشوه


د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي
د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي

د افغان میرمنو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف او د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو ځینو ادارو یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د منیژه صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه ائتلاف وايي چې منیژه صدیقي په زندان کې د طالبانو د وهلو او ټکولو او شکنجې سره مخامخ ده او د طالبانو د مشر د عکس د سوځولو په جرم په یو نیم کال بند محکومه شوې ده.

منیژه صدیقي د افغان معترضو میرمنو له ډلې یوه معترضه او د ښځو د حقونو فعاله ده چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې نیولې او په زندان کې اچولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې ځینو غړو د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د بشري حقونو د نړیوالو ادارو څخه غوښتي چې د طالبانو له بند څخه دې د منیژې صدیقي د خوشې کیدو لپاره هڅې وکړي.

د مدني ټولنې دغو غړو ویلي: "منیژه صدیقي یوه مدني فعاله او د ښځو د حقونو ملاتړې ده، چې د طالبانو له خوا په غیر عادلانه ډول نیول شوې او په زندان کې اچول شوې ده، د طالبانو له زندان څخه د هغې د وضعیت د خرابیدو په اړه مونږ ته راپورونه رارسیدلي دي."

د افغانستان د ښځو د ملي یووالي د چتر مسوولې شفیقه رزمنده رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د منیژه صدیقي روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي: "مونږ هرڅومره ژر چې کیږي د میرمن منیژه صدیقي د خوشې کیدو غوښتوونکي یو. دغې میرمنې د ښځو د حقونو د عدالت غوښتنې پرته هیڅ جرم نه دی کړی. ددغې فعالې په بند کې ساتل افغانستان کې د سړي تښتوونکو طالب حاکمانو د سرټیټۍ او مخ توریدو یو بل سند دی."

ددې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي په زندان کې هیڅ ډول حقوقي او روغتیايي سهلتونو ته لاس رسی نلري.

دغه سازمان د وینا له مخې "هغه مدافع وکیل، کورنۍ سره منظمو کتنو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري".

د ملګرو ملتونو د یو راپور پر اساس د طالبانو د حکومت امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ددغه وزارت مربوطې ادارو د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول زده کړو، کار او د ازاد تګ راتګ د محدودولو په برخو کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" ویلي چې همداشان طالبانو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د ښځینه مدافعانو خپلسر نیولو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG