د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمانونه: طالبانو د ښځو او نجونو پرحقونو بریدونه زیات کړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ددِې ډلې بریدونه زیات شوي چې له امله یې بشري وضعیت لا خراب شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ په اتم (کب ۱۸) افغانستان لپاره د بشري حقونو د اتحاد ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي چې د دغه بحران په شدت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا ټینګار شوی او هغوی دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ ځورول او هم د جنسیت پربنسټ د تبعیض د بڼې په توګه تشریح کړي، چې په بیړني ډول یې د حساب ورکولوغوښتنه کوي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: " د ښځو د نړیوالې ورځې پر مهال مونږ لاسلیک کوونکي سازمانونه په بیړني ډول نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو د افغان میرمنو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون چې د خپلو حقونو او خپلو اساسي ازادیو لپاره سوله یز کمپاینونه کوي او د ځورونو سره مخ دي خپل ملاتړ کې د پام وړ پیاوړتیا راولي".

دغه ګډه اعلامیه د بشري حقونو د نړیوال سازمان، بخښنې نړیوال سازمان، فریډم ناو، فرونټ لاین ډیفنيدرز او څو نورو سازمانونو له خوا لاسلیک شوې ده.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو، نجونو، همجنسګرایانو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې خپلې ځپوونکي پالیسۍ لا سختې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " افغان میرمنې او نجونې ګوري چې خپل حقونه یې مخ په زیاتیدونکي توګه محدود شوي په لویه کچه د زده کړو د محدودیتونو د عملي کیدو څخه نیولې په ثانوي دوره او پوهنتونونو کې پر زده کړو باندې د محدودیتونو او د سیاست او عام ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کول اقدامات لا شدید شوي دي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ښځې د کار او اقتصادي موانعو سره مخ دي چې له امله یې د کار په بازار کې د ښځو ګډون په شدید ډول کم شوی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا کړنې د مالي پلوه د ښځو د لا نه خوندیتوب او د جنسیت پر بنسټ د نابرابرې سبب شوی او د ښځو فعالیتونه یې د هغوی شخصي ساحو پورې محدود کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې همجنسګراینې میرمنې د تاوتریخوالي، جبري ودونو، او مرګ د ګواښونو په ګډون د سختو ګواښونو سره مخ دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول میرمنو ته حقوقي ملاتړ هم نه برابریږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا په نوو توپیرې محدودیتونو کې د ښځو د سینګارتونونو بندیدل، بهرته د زده کړو لپاره د تلوونکو میرمنو مخه نیول، په ځینو سیمو کې د کار پرمهال په جبري ډول ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره د نارینه وو ملتیا او مشهور ملي پارک ته د ښځو د ننوتلو مخنیوی شامل دي".

په دې ګډه اعلامیه کې د غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو او ددغو موسسو د مشرانو او خبریالانو ته د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو د پراخیدو یادونه هم کړې ده.

په دې اعلامیه کې تیر ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د حقونو د ملاتړو ندا پرواني، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، د نجونو د زده کړو د ملاتړي مطیع الله ویسا، مدني فعالانو احمد فهیم اعظیمي، صدیق الله افغان نیولو یادونه هم کړې ده.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د مخ په زیاتیدونکي ډول ځپلو، جداوالي او ویرې سره سره افغان میرمنې او د بشري حقونو مدافعان د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پر طالبانو باندې فشارونه زیات کړي.

دوی د نړیوالې ټولنې دا هم غواړي چې د طالبانو سره په خبرو کې افغان میرمنې هم شاملې کړي او د اوسنیو حاکمانو (طالبانو) او ښځو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG