د لاس رسي وړ اتصالات

سیما بحوث: افغان میرمنې باید د خپل هیواد په تړاو په ټولو پریکړو کې شاملې اوسي


د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې سیما بحوث د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۲) د افغان میرمنو د استازو سره د کتنې وروسته د افغانستان په تړاو په ټولو پریکړو کې ښځو په ګډون د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې دا هیواد لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې د یو ژور بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغان میرمنو ته د فضا د برابرولو او د پریکړو د نیولو په برخه کې د هغوی د بوختولو لپاره باید نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وشي.

سیما بحوث ویلي: " نن ما افغان میرمنو ته غوږ کیښود او په دې اړه مې ورسره بحث وکړ چې امنیت د هغوی لپاره په څه معنا دی. مونږ باید نه ستړې کیدونکي اقدامات وکړو ترڅو افغان میرمنو ته فضا پرانیستل شي او د هغوی د خپل هیواد په تړاو په ټولو پریکړو کې شریکې شي. افغانستان لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې د یو ژور بحران سره مخ دی".

د ملګرو ملتونو په مرکز کې د ښځو د وضعیت د ارزولو کمیسیون غونډې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱(کب ۲۱) پیل شوي دي.

ددې کمیسیون غونډو ته چې ټاکل شوې دوه اوونۍ به دوام وکړي د ښځو او بشري حقونو یو شمیر افغان میرمنې هم بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ښځو د حقونو د ملاتړ استازي او فعالان به د دوو اونیو په موده کې د جنسیتي برابرې په برخه کې د پرمختګ لپاره په ځانګړي ډول لوږې سره د مبارزې او پر ښځو او نجونو باندې د پانګونې لارې چارې ولټوي.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتو نیو ګوتیرش د دوشنبې په ورځ په خپله وینا کې د اندیښنې په څرګندولو وویل چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې په شاتګ څخه کړیږي او میلیونونه ښځې او نجونې د جګړې او کړکیچ پیټی پر اوږو وړي.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۲( کب ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت د ارزولو د کمیسیون ۶۸ غونډه یوه ښه پیل په توګه یاده کړې ده.

میرمن امیري ویلي چې دغې غونډې د افغان میرمنو سره چې د ټولنې ټولې برخې رانغاړي د ښځو او نجونو د نیوکو د منلو په تړاو یو ډیر ښه پیل وو.

رینا امیري ویلي: " په افغانستان پیچلي ګواښونه باید د اصولي او نوښت لرونکو لارو چارو چې د افغان میرمنو او نجونو د تخصص او نبوغ په واسطه یې لارښوونه کیږي ورته ځواب ورکړل شي".

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ‌ډول محدودیتونه لګولي دي.

نجونې او ښځې یې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو او نجونو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ددِې ډلې بریدونه زیات شوي چې له امله یې بشري وضعیت لا خراب شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ په اتم (کب ۱۸) افغانستان لپاره د بشري حقونو د اتحاد ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي چې د دغه بحران په شدت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له خوا ټینګار شوی او هغوی دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ ځورول او هم د جنسیت پربنسټ د تبعیض د بڼې په توګه تشریح کړي، چې په بیړني ډول د حساب ورکولوغوښتنه کوي.

دغه ګډه اعلامیه د بشري حقونو د نړیوال سازمان، بخښنې نړیوال سازمان، فریډم ناو، فرونټ لاین ډیفنيدرز او څو نورو سازمانونو له خوا لاسلیک شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " افغان میرمنې او نجونې ګوري چې خپل حقونه یې مخ په زیاتیدونکي توګه محدود شوي په لویه کچه د زده کړو د محدودیتونو د عملي کیدو څخه نیولې په ثانوي دوره او پوهنتونونو کې پر زده کړو باندې د محدودیتونو او د سیاست او عام ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کول اقدامات لا شدید شوي دي".

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدوغوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG