د لاس رسي وړ اتصالات

د هانګ کانګ د حاکمیت په پلوي تازه مظاهرې


په هانګ کانګ کې د دیموکراسي د پلویانو مظاهرې
په هانګ کانګ کې د دیموکراسي د پلویانو مظاهرې

په هانګ کانګ کې د دیموکراسي پلویانو نن شنبه ( د اګست ۱۷ مه ) تازه لاریونونه پیل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت په زرګونه طرفداره مظاهره چیان د دیموکراسي د پلویانو سره په مخالف کې په یوه پارک کې راغونډ شول.

د دیموکراسي پلویان د مظاهرو د نوي پړاو په پیل کولو سره غواړي چې په یو ډول بیجینګ او ددې ښار غیر انتخابي مشرانو ته وښيي چې د خلکو پراخ ملاتړ ورسره دی.

بلخوا یو شمیر پاریدلو مظاهره کوونکو له تاوتریخوالو څخه کار واخیست او دې کار د هانګ کانګ د خلکو پر مظاهرو هم سیوری اچولی دی.

دولتي رسنیو د دولتي ځواکونو تصاویر خپاره کړل چې له پولې هاخوا د شن زین په سیمه کې میشت دي . د چین دا اقدام ددې لامل شو چې د امریکا متحده ایالات هانګ کانګ ته د ځواکونو د استولو په اړه بیجینګ ته خبرداری ورکړي.

مظاهره کوونکي د هانګ کانګ د اساسي قانون د هغې برخې د تعدیل مخالف دي چې له مخې یې که یو څوک په هانګ کانګ کې جرم کوي د محاکمې لپاره به چین ته استول کیږي. مظاهره کوونکي وايي دا اقدام ددې ټاپو واکمني ته زیان رسوي.

بلخوا په تایوان کې په لس ګونو کسانو د هانګ کانګ د معترضینو د ملاتړ په هدف مظاهرې وکړې.

XS
SM
MD
LG