د لاس رسي وړ اتصالات

پي ټي ایم د ارمان لوڼي د قتل ضد ټولې نړۍ کې احتجاجونه کوي


د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین د خپلو طرفدارانو نه غوښتي چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د تحریک د غړي ارمان لوڼي د قتل ضد دی احتجاجونه وکړي

منظور په خپل ټویټر او فیس بک د پښتنو نه غوښتي دي چې د ارمان لوڼي د بی رحمانه قتل خلاف دې په خپلو سیمو کې احتجاجونه تنظیم کړي.

منظور په خپل یو خپور شوي پیغام کې وویل چې پکار ده ټول ملاتړي یې د ارمان لوڼي د قتل ضد کمپاین وکړي.

د منظور پښتین په غوښتنه د امریکا په شمول د نړۍ د نورو ملکونو کې د سه شنبې په ورځ د احتجاجونو اعلان شویدي.

د یادونې وړ ده چې ارمان لوڼی د پښتون تح‏ریک لمړنی غړی دی چې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شویدی.

د ارمان لوڼي د قتل نه وروسته د تحریک مشرانو سخت غبرگون ښودلی دی. د ارمان خور وړانگې د تحریک د غړیو نه غوښتي چې هغوي دې د عدم تشدد مبارزې ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG