د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او کندهار کې د ارمان لوڼي غیبانه جنازې وشوې


نن دوشنبه په کابل او کندهار کې سلګونو کسانو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غوځنګ د وژل شوي مخکښ غړي ارمان لوڼي غیبانه جنازې وکړې.

په کابل کې د ارمان لوڼي‌ غیبانه جنازې کې راټولو شوو کسانو کې د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو ګډون کړی و.

راټولو شوو کسانو د پاکستاني پولیسو لخوا د ارمان لوڼي وژنه وغندل او د لر او بر یو افغان شعارونه یې ورکول.

دوی ارمان لوڼی د «ټولو افغانانو شهید» یاد کړ او د پاکستان پوځ یې له پښتونو سره په زور زیاتي‌ تورن کړ.

په دغه جنازه کې د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وویل:"لر او بر افغانان نور د فکر له پلوه سره یو شوي، د شهید ارمان ارمانونه به پوره کېږي، هم لر او هم بر اولس ژوندی دی، د دې ولس مخه څوک نشي‌ نیولی."

دوی ویل چې د محافظه کارۍ او چوپتیا ځنځیرونه نور باید مات شي او د لوی افغانستان لپاره عملي‌ ګامونه واخیستل شي.

دغه اعتراضیه غونډې او جنازې ته یوې بلې راغلې مېرمنې شکریه جلالزۍ هم وویل:"زموږ هر افغان سرتېری ارمان دی، زموږ دارمان او زموږ د شهیدانو وینه به رنګ راوړي، دا مبارزه به یووالي ته رسوي، موږ نه پرېږدو چې په وزیرستان کې، په افغانستان کې په تاریخي کندهار کې د ای اس ای «ظالمه، جابره، متاجوزه» اداره زموږ په عزت، زموږ ‌په مېړانه او تور سرو باندې نخرې وکړي،د ارمان او زموږ د شهیدانو وینه به رنګونه راوړي."

د ارمان لوڼي د غیبانه جنازې یوه بل ګډونکونکي نجیب الله ازاد له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي ترڅو د پښتونو د وژلو او ځورولو څخه ډډه وکړي.

د کابل ترڅنګ په کندهار ولایت کې هم سلګونو کسانو د ارمان لوڼي غیبانه جنازه ادا کړه.

دوی د جنازې تر لمانځه وروسته د پېښي غندنه وکړه او د پېښي عاملینو ته يې د سزا غوښته وکړه. ​

ارمان لوڼی وړمه ورځ د بلوچستان په لور لايي کې د یوه سوله ییز لاریون پرمهال د پاکستاني پولیسو لخوا تر وهلو ډبولو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د ارمان لوڼي وژنې د پاکستان او افغانستان په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم سخت غبرګونونه راوپارول.

تېره ورځ په خوست، کونړ او ننګرهار کې هم د ارمان لوڼي غیبانه جنازې وشوې.

XS
SM
MD
LG