د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پشتین او د پي ټي ایم نور مشران د ارمان لوڼي جنازه ته تللي


د پي ټي ایمیو مشر محسن داوړ په خپل ټوټیر لیکلي چې وروسته له ډیرو موانعو د منظور پشتین، علي داوړ او نورو ملگرو سره قلعه سیف الله رسیدلي دي.

ښاغلي داوړ لیکلي چې دې ځای ته غزیدلې ټولې لارې د پاکستاني قواو له خوا تړل شوي دي او د پي ټي ایم زیات شمیر غړي چې د ابراهیم ارمان په جنازه کې د گډون لپاره راتلل د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ابراهیم ارمان لوڼي جنازه نن یکشنبې (فبرورۍ ٣) د بلوچستان په قلعه سیف الله کې پخپلې پلرنۍ هدیره کې خاروته سپارل کېږي.

ارمان لوڼی د«پي ټی ایم» او د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ فعال غړی و چې پرون شنبه د فبرورۍ پر ۲مه په لورلايي کې د پاکستاني‌ پولیسو لخوا تر وهلو وروسته ټپي‌ شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په خپل ټویټر له خپلو ټولو ملگرو غوښتي چې د ارمان لوڼي په جنازه کې برخه واخلي.

​په لورالایي کې د پاکستاني پولیسو لخوا د «پي ټي ایم» د وژل شوي غړي ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ ویلي چې ارمان د پولیسو په تاوتریخوالي کې وژل شوي، خو زیاته کړې ده چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې له ارمان سره تر سره شوه.

د وړانگې لوڼۍ دغه خبرې د محسن داوړ په ټویټر خپرې شوي دي:

د ابراهیم ارمان لوڼي جسد د کوټې سول روغتون ته د عدلي طب یا پوسټ پارټم لپاره وړل شوی و ، له طبي څېړنو وروسته دوی کلاسیف الله ته روان شو او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

د کوټې د سول روغتون مشر ډاکټر سلیم ابرو وویل چې پر طبي راپور کار تر سره شوی او په دوه یا درې ورځو کې به یې پایلې اعلان شي.

د ابراهیم ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر، ثناءالله اعجاز او ډاکټر سید عالم محسود ژوب ته رسېدلي دي.

بل لوري ته د بلوچستان حکومت د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د منظور پښتین، علي وزیر، او محسن داوړ د ګډون مخه نیولې وه او محسن داوړ پر خپل ټوېټر لیکلي و چې د پاکستان حکومت د ارمان په جنازه کې د دوی د ګډون مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG