د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: اروپايي ټولنه بې وزلو هېوادونو ته زموږ د کیمیاوي سرو د رسېدو مخه نیسي 


د روسیې ولسمشر پوتین
د روسیې ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې اروپايي ټولنه تورنه کړې ده چې تر ټولو بې وزلو هېوادونو ته د روسیې د ۳۰۰زره ټنه کیمیاوي سرو د رسېدو او انتقال مخه نیسي.

ښاغلي پوتین نن سه شنبه سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) په خپلې تلویزوني وینا کې وویل چې «د بدبینۍ تر ټولو لوړعوج » دا دی چې «۳۰۰۰۰۰ ټنه وړیا روسي سره د اروپا په بندرونو کې ایسار کړل شوی» ده، ځکه چې د ده په خبره هغه هېوادونه چې سرو ته اړتیا لري، بندیزونه پرې لګول شوي او لا هم دغې «پوښتنې ته ځواب» نشته.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: «دا ښکاره خبره ده--- دوی زموږ شرکتونه نه پرېږدي چې پېسې وګټي. خو موږ به یې [سري] هغو هېوادونو ته وړیا ورکړو چې اړتیا ورته لري.»

ښاغلي پوتین نور وضاحت ورنکړ چې مشخصآ کوم هېواد د دغو سرو د انتقال مخه نیولې ده او دا چې دا سره کوم ځای ته انتقالېږي.

تر دې دمه اروپايي ټولنې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

لویدیځ له هغه وروسته په روسیې باندې بندیزونه ولګول چې دې هېواد د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین پوځي یرغل پیل کړ. له دغه برید وروسته، اوکراین چې د غله جاتو ستر صادروونکی بلل کېږي، مجبور شو چې خپل صادرات بند کړي.

خو د جولاۍ په میاشت کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب تړون وشو چې کیف به د هغو دریو بندرونو له لارې غله جات صادروي چې مسکو بند کړي دي.

په ورته وخت کې یو بل تړون هم وشو چې په اساس یې روسیې ته اجازه ورکړل شوه چې د لویدیځ د بندیزونو سره سره خپل زراعتي تولیدات او سره بهر ته صادر کړي. روسیه په نړۍ کې د سرې لوی صادروونکی هېواد ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG