د لاس رسي وړ اتصالات

آیا پوتین به د ٢٠٣٦ پورې د روسیې جمهور رئیس وي؟


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وایي د هغې لایحې ملاتړ کوي چې هغه ته اجازه ورکوي د روسیې د ٢٠٢۴ کال انتخاباتو ته د پنځم ځل او د ٢٠٣٠ کال انتخاباتو ته د شپږم ځل لپاره ځان کاندید کړي او لږ تر لږه د ٢٠١٣ کال پورې جمهور رئیس پاته شي.

ولنتینا تریشکووا د روسیې لومړنۍ فضانورده او د پارلمان (دوما) اوسنۍ وکیلې د سه شنبې په ورځ مارچ ١٠ (کب ٢٠) په ناڅاپي توگه دغه لایحه پارلمان ته وړاندې کړه.

وروسته له هغې چې یو شمیر وکیلانو ددغې لایحې ملاتړ وکړ، ښاغلی پوتین پخپله دوما ته لاړ چې په ظاهره د داسې یو وړاندیز یې خپل موافقت څرگند کړي.

د روسیې د پارلمان وکیلې ولنتینا تریشکووا وړاندیز کړی چې د جمهور رئیس د دورې د مودې حدود دې وغځول شي او یا د روسیې اساسي قانون دې اصلاح شي چې ښاغلي پوتین ته د یوې بلې دورې لپاره د کاندیدو حق ورکړل شي.

ټاکل شوې چې د روان کال د اپریل په ٢٢ په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره یو لړ لایحې په ټول هیواد کې رای گیرۍ ته وړاندې شي.

ښاغلي پوتین ویلي دي چې باید ورته حق ورکړل شي چې د روسیې د ثبات لپاره یو ځل بیا د جمهوري ریاست د مقام د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي. هغه وویل: "جمهور رئیس زمونږ د دولت د امنیت، داخلي ثبات او د دولت د تکاملي ثبات متضمن دی".

خو ښاغلي پوتین څه وخت وړاندې په سیاسي انتقال باندې په ټینگار سره ویلي وو چې نه غواړي روسیه د "شوروي اتحاد د وخت" په څیر اقداماتو لاس پورې کړي چې جمهور رئیس د قدرت د انتقال لپاره طرحه ونلري.

ښاغلي پوتین د شنبې په ورځ جنورۍ ١٨ (جدي ٢٨) د روسیې د پخوانیو پوځیانو په یوه غونډه کې وویل: "زما په اند د اندیښنې وړ ده چې د ١٩٨٠ لسیزې کلونو ته بیرته لاړ شو چې د دولت مشران د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې په واک کې پاته کیدل او د واک د انتقال لپاره یې لازم شرایط نه درلودل."

د روسیې د اوسني اساسي قانون له مخې یو شخص نشي کولای چې د دوو پرله پسې دورو وروسته جمهور رئیس پاته شي. خو دغه نوې لایحه دغه محدودیت له منځه وړي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۸ پورې د روسیې جمهور رئیس و د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲ پورې صدراعظم شو او یو ځل بیا د ٢٠١٢ نه تر اوسه پورې د روسیې جمهور رئیس دی.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین پرته له دې چې په ټینگه ووایي د یوې بلې دورې لپاره په واک کې پاته کیدو ته لیوال دی او که نه، ټینگار کړی دی چې د دوما له لورې د وړاندیز شوې لایحې له تصویب کیدو وروسته د روسیې د اساسي قانون محکمه باید هم هغه منظوره کړي.

XS
SM
MD
LG