د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د امریکا د معلوماتو له کبله د داعش د حملو پلان ناکامه شو


پوتین ټرمپ ته د یکشنبې په ورځ د مننې لپاره ټیلفون وکړ
پوتین ټرمپ ته د یکشنبې په ورځ د مننې لپاره ټیلفون وکړ

د کریملن چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې د معلوماتو په اساس یې په پیټرزبرگ د اسلامي دولت د ډلې د حملو پلان ناکامه کړ.

مسکو وایي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ډونالډ ټرمپ ته ټیلفون وکړ او د هغه نه یې مننه وکړه چې سي آی ای ورسره دغه معلومات شریک کړي دي. سپینې ماڼۍ دغه خبر تائید کړیدی.

د روسیې چارواکي وایي چې سي آی اې چې ورسره کوم معلومات شریک کړي و، دهغې په اساس د هغوي استخباراتي ادارو داسې کسان ونیول چې د شنبې په ورځ یې د ځانمرگې بریدونو پلان تیار کړی و. د روسیې پولیسو په دغه لړ کې د یکشنبې په ورځ هم ځینې کسان نیولي دي. روسیه وایي چې دا کسان یې هم د ځانمرگې بریدونو د پلانونو د جوړولو په شک نیولي دي.

چارواکي وایي چې د نیول شوو کسانو سره یې چاودیدونکي مواد موندلي دي.

XS
SM
MD
LG