د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د افغانستان سره امنیتي مرستې ته تیار دی


ښاغلي پوتین ویلي چې مسکو او واشنگټن کولای شي په افغانستان کې همکاري وکړي
ښاغلي پوتین ویلي چې مسکو او واشنگټن کولای شي په افغانستان کې همکاري وکړي

د روسیې جمهور رئیس ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي خطرونه په زیاتیدو دي او د هغه په وینا روسیه تیاره ده چې د افغانستان د حکومت سره په دې هکله مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر مرچلو باندې هوایي بریدونه درې چنده زیات کړي، روسیې ددې هیواد په ناامنۍ باندې اندیښنه ښودلې ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې واشنگټن او مسکو کولای شي په افغانستان کې همکاري وکړي.

افغان او امریکایي مقاماتو دمخه مسکو د طالبانو څخه په غیر مستقیم ملاتړ تورن کړی و، خو مسکو دغه ډول تورونه بې بنسټه بللي دي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره د روسیې د همکارۍ وړاندیز په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې لوړپوړو امریکایي پوځیانو په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ د پرمختگ خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د ماموریت عملیاتي مسؤل جنرال لنس بنچ، ویلي دي چې د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د افغان امنیتي او دفاعي قواو په گټه وضعیت بدل کړی دی.

د واشنگټن او مسکو اړیکې

د روسیې جمهور رئیس همداشان خبریالانو ته وویل چې د مسکو او واشنگټن ترمنځ د اړیکو عادي کیدل غواړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په هکله تورونه د واشنگټن او مسکو په اړیکو کې یو تازه کړکیچ دی چې د سړې جگړې د دغو دوو سیالو هیوادونو ترمنځ یې فضا خړه پړه کړې ده.

ښاغلي پوتین یو ځل بیا د امریکا په انتخاباتو کې مداخله رد کړه او وویل چې د دونالد ټرمپ سیاسي مخالفین دغه تورونه ځکه لگوي چې غواړي د جمهور رئیس ټرمپ مشروعیت تر پوښتنې لاندې ونیسي.

جمعور رئیس پوتین چې پر پراخو مسایلو باندې یې خبرې کولې همداشان د شمالي کوریا پر ضد د متحده ایالاتو له خوا د قواو د استعمال د "غمیزې زیږوونکو" عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

XS
SM
MD
LG