د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او پوټین پر افغانستان وغږېدل


سپینه ماڼۍ وايي دواړو ولسمشرانو په تیلیفون کې یو ساعت خبرې وکړې
سپینه ماڼۍ وايي دواړو ولسمشرانو په تیلیفون کې یو ساعت خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له خپل روسیې سیال ولادي میرپوتین سره په تیلیفون کې له ترهګرۍ سره په مبارزې خبرې وکړې.

پر افغانستان د ښاغلیو ټرمپ او پوتین د خبرو ډېر جزیات رادبره شوي نه دي، خو دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد پر پراخو هڅو ټینګار وکړ.

لدې وړاندې یو شمیر امریکايي پوځي چارواکو د روسیې او طالب جنګیالو تر منځ د اړیکو خبره کړې وه، خو مسکو ویلي له طالبانو سره هیڅ ډول پوځي او مالي مرسته نکوي. روسي چارواکو بیا پخوا په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه بللې وه او اندیښنه یې څرګنده کړې وه چې په سیمه کې د امریکا شتون به ناامني او د مخدراتو کرکیله او قاچاق لا ډیر کړي.

پداسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د سیمې لپاره پخپلې نوې تګلارې کې پر پاکستان فشار اچولی چې پخپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي، روسيې او چین بیا د پاکستان ننګه کړې او ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

سپینه ماڼې دغه راز ویلي چې دواړو ولسمشرانو د سه شنبې په ورځ په سوریې کې د کورنۍ جګړې، اوکراین په حالاتو او شمالي کوریا په اړه هم په تیلیفون کې یو ساعت خبرې وکړې.

دا تیلیفوني خبرې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد او ښاغلي پوتین ترمنځ له ملاقت یوه ورځ وروسته وشوې. ښاغلي پوتین وویل "زه فکر کوم چې د ترهګرۍ ستونزه نړیواله ده، پر ترهګرۍ د بریالیتوب لپاره باید ډېر کار وشي".

یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره نظامي مرستې کوي، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي. افغان حکومت او امریکايي چارواکي په افغانستان کې د سولې او ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري ډېره مهمه بولي.

ولسمشر غني څو اونۍ مخکې په هند کې همدا خبره وکړه چې د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې د بریالي کېدو لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه ده.

XS
SM
MD
LG