د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین روسیه د اټومي ازموینې د بندیز له نړیوال تړون څخه وایستله


د روسیې په پارلمان کې د اټومي ازموینو د بندیز د تړون د قانون د لغوه کولو جریان
د روسیې په پارلمان کې د اټومي ازموینو د بندیز د تړون د قانون د لغوه کولو جریان

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې روسیه د اټومي ازموینو د بندیز له پراخ تړون څخه وایستله.

د ۱۹۹۶ کال تړون د اټومي وسلو د ژوندیو ازموینو په ګډون ټولې اټومي چاودنې منع کوي، خو دا تړون هیڅکله هم په بشپړه توګه پلي نه شو، ځکه چې ځینې کلیدي هیوادونو - د متحده ایالاتو او چین په ګډون – هغه هیڅکله تصویب نه کړ.

لوېدیځ روسیه تورنه کړې چې د تیرې فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې په اوکراین یې یرغل کړی، په بې باکه توګه اتومي لفاظۍ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسیې د دغه اقدام په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا یې «په غلط لوري یو ګام» وباله.

په بیان کې راغلي: "په داسې حال کې چې د اوکراین پر ضد روسیې غیرقانوني جګړه دوام لري، دا اقدام د اټومي خطرونو او کړکېچ د زیاتولو لپاره د مسکو د انديښنې وړ او غلطو هڅو دوام دی."

پوتین تیره اونۍ د بالستیک توغندیو د تمرینونو څارنه وکړه چې د دفاع وزیر سرګي شویګو په وینا د نامعلوم دښمن په وړاندې د "لوی" غچ اخیستونکي اټومي برید لپاره تمرین دی.

پوتین همداشان تېره میاشت ویلي وو دې ته "چمتو نه دی چې ووایي" ایا روسیه به ژوندۍ اټومي ازموینې ترسره کړي او که نه.

د دې تړون د لغوه کولو قانون تیره میاشت د روسیې په پارلمان کې په چټکۍ سره تصویب شو.

د پارلماني بحث په ترڅ کې، د دوما (پارلمان) رئیس ویاچسلاو وولودین، وویل چې د دې تړون لغوه کولو اقدام د اټومي وسلو په اړه د متحده ایالاتو د "بد چلند" ځواب و.

که څه هم چې دا تړون هیڅکله په عمل کې پلی نه شو، خو د اټومي قدرتونو فرانسې او بریتانیا په ګډون د ۱۷۸هیوادونو لخوا تصویب شو، چې سمبولیک ارزښت لري.

ددې تړون ملاتړي وايي چې دا د اټومي وسلو د ژوندیو ازموینو پر وړاندې یو نړیوال معیار رامینځته کوي، خو منتقدین وايي د سترو اټومي ځواکونو له تصویب پرته، تړون واقعي بڼه نلري.

د روسیې پارلمان د ۲۰۰۰ کال د جون په میاشت کې شپږ میاشتې وروسته له هغې چې پوتین لومړی ځل ولسمشر شو، دا تړون تصویب کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG