د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د اتومي وسلو د استعمالولو ګواښ وکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې هم لویدیځو هېوادونو ته د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی و.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې هم لویدیځو هېوادونو ته د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د مسکو د اتومي وسلو ستاینه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د روسیې ملي حاکمیت ته د ګواښ په صورت کې یې استعمالولو ته چمتو دی.

پوتین په اوکراین کې د دوه کلنې جګړې په اوږدو کې، د روسیې اتومي ځواک ته په وار وار اشاره کړې ده. نوموړي تیره میاشت لویدیځو هیوادونو ته ګواښ وکړ چې که په اوکراین کې جګړې ته لمن ووهي، د اتومي ناورین "ریښتیني" خطر به رامنځته شي.

په روسیه کې له ټاکنو څخه یوازې څو ورځې مخکې د پوتین دا خبری په داسې حال کې ورکول کېږي چې تمه کیږي نوموړی به د شپږو نورو کلونو دپاره د ولسمشر په توګه واک ترلاسه کړي.

پوتین له یوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "زموږ اتومي درې اړخیز ځواک تر بل هر درې اړخیزه ځواک پیاوړی دی. یوازې موږ او امریکایان په حقیقت کې دا ډول ځواک لرو او موږ ډیر پرمختګ کړی دی."

پوتین په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه: "که زموږ ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د زیان رسېدو خبره مطرح وي، موږ چمتو یو چې هر ډول وسلې وکاروو."

د روسیې ولسمشر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون هغو څرګندونو ته هم سخت غبرګون وښود چې تیره میاشت یې اوکراین ته د پوځیانو استولو امکان رد نه کړ.

پوتین هغه څه ته په اشارې سره چې کرملین یې اجیر پوځیان بولي، وویل، "حقیقت دا دی چې د لویدیځو هېوادونو پوځیان له ډېرې مودې راهیسې په اوکراین کې حضور لري."

هغه زیاته کړه: "خو که موږ د بهرنیو هیوادونو د رسمي پوځي قطعاتو په اړه خبرې وکړو، زه ډاډه یم چې دا به د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل نه کړي."

د مکرون څرګندونو د اروپا نور مشران حیران کړل او اوکراین ته د سرتیرو د لیږلو له نظریې سره یې مخالفت وښود.

د پوتین دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو څپې په دوهمه پرله پسې ورځ ددغه هېواد په سرحدي سیمو کې د تیلو تصفیه خانې په نښه کړې.

د یو برید په نتیجه کې، د مسکو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د ریازان په سیمه کې د تیلو په یوه تصفیه خانه کې اور لګیدلی او څو تنه ټپیان شوي دي.

د ریازان والي پاول مالکوف په ټیلیګرام کې لیکلي: "د ریازان د تېلو پر فابریکه د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی."

پر روسیې د یرغل راهیسې، دا اونۍ د روسیې په خاوره کې ځینې ترټولو ستر بریدونه شوي دي.

د کیف پلوو ملیشو چې په عمده توګه د روسیې اتباع دي، دا اونۍ وویل چې دوی د روسیې له پولې تیر شوي او په کرسک کې یې یو کلی نیولی دی.

پوتین وویل چې اوکراین د روسیې په خاوره کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی څو د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله وکړي.

پوتین وویل: "دا ساده ده. دا ټول په لومړۍ کرښه کې د دوی د ناکامیو له کبله پیښیږي. دوی هیڅ هغه هدف ترلاسه نه کړ چې تیر کال یې د ځان لپاره ټاکلی و."

پوتین زیاته کړه: "زه شک نه لرم چې اصلي هدف یې دا دی چې که په روسیه کې د ولسمشرۍ انتخابات ګډوډ نشي کړی، نو بیا لږ تر لږه [په روسیه کې] عادي بهیر کې لاسوهنه وکړي."

اوکرایني ځواکونو په وروستیو میاشتو کې له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وسلو او مهماتو د کمښت له امله د شا تګ خبر ورکړی دی. په عین وخت کې، د اوکراین سره د امریکا د ۶۰ میلیارد ډالرو مرستې لایحه د امریکا په کانګرس کې په بحثونو کې بنده پاتې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG