د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که شمالي کوریا اټومي ازمایښت وکړي، له نویو بندیزونو سره به مخ شي


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ مې ۳۱ (غبرګولې ۱۰) خبرداری ورکړ که شمالي کوریا د اټومي وسلو ازموینه وکړي، نو واشنګټن به یو ځل بیا به پر هغه هیواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د سختیدو هڅه وکړي.

واشنګټن په داسې حال کې دغه خبرداری ورکوي چې چین او روسیې تیره اوونۍ پر شمالي کوریا د بندیزونو د لګیدو هڅه ویتو کړه.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې لینډا ټاماس ګرینفیلد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که شمالي کوریا اټومي ازماینه وکړي واشنګټن به په امنیت شورا کې نوې هڅه وکړي وویل:"په بشپړ ډول هو"

میرمن ګرینفیلد خبریالانو ته وویل، لومړی باید هغه بندیزونه عملي شي چې د اجرا کیدو واک یې موجود دی.

د امریکا استخباراتو ویلي ښکاري چې شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال راهیسې خپل لومړي اټومي ازموینې ته چمتوالی نیسي. خو دا کار یې د مې میاشتې په لومړیو کې سیمې ته د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن د سفر پرمهال ونکړ.

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شمالي کوریا په وړاندې د بندیزونو د سختیدو په اړه د رای ګیري فشار راوست چې شمالي کوریا د قاره ویشتونکو بالستیک غونډیو په ګډون یو شمیر راکټونه وازمایل.

امریکا وایي دغه ازمایشتونه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال د هغه پریکړه لیک نقض دی چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو یا اټومي وسلو د ډیر ازمایښت په اړه خبرداری ورکوي.

خو چین روسیې دواړو چې د ویتو حق لري دا پریکړه لیک ویتو کړ او ویې ویل چې نوې بندیزونه به معکوسه نتیجه ولري او تاوتریخوالي به زیات کړي.

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ د دوو روسي بانکونو په ګډون چې د شمالي کوریا د وسلو له پروګرام سره په مرسته تورن دي ، یو اړخیز بندیزونه ولګول.

د بایډن حکومت ویلي له مخکینیو شرطونه پرته له شمالي کوریا سره خبرو ته چمتو دی. خو له پیونګ یانګ سره یې په ټیټه کچه خبرو ته لږ لیوالتیا ښودلې ده.

د شمالي کوریا رهبر د امریکا له پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره درې ځله ملاقاتونه وکړل چې له امله یې تاوتریخوالي کم شول خو د یو اوږدمهاله قرار داد په رامنځ ته کیدو کې ناکامه شول.

XS
SM
MD
LG