د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین مودي ته: هیله من یم چې د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوم 


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) په اوزبیکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته وویل چې غواړي د اوکراین کړکېچ ژر تر ژره پای ته ورسوي او پوهېږي چې هند د دې جګړې په اړه اندېښنې لري.

ښاغلي پوتین وویل: "زه د اوکراین د شخړې په اړه ستاسو په دریځ او ستاسو په اندېښنو پوهیږم... موږ به خپله هڅه وکړو چې دا ژر تر ژره پای ته ورسوو."

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته وویل چې دا وخت د جګړې نه دی.

خو د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین باندې د مسکو د پوځي یرغل وروسته ددغو دوو مشرانو په لومړۍ مخامخ غونډه کې مودي پوتین ته وویل: "جناب عالي، زه پوهیږم چې د نن ورځ وخت د جګړې وخت نه دی."

هند په ښکاره توګه د روسیې د برید لپاره د غندلو څخه ډډه کړې؛ کومې جګړې چې د تیلو او نورو اجناسو بیې خورا لوړې کړي دي.

پوتین ښاغلي مودي ته وویل: "له بده مرغه، یوازې مخالف لوري، د اوکراین مشرتابه، د خبرو اترو له بهیر څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې غواړي د جګړې په ډګر کې خپل اهداف په نظامي لارو ترلاسه کړي."

خو په هغو څرګندونو کې چې د تلویزیون خپرې کړي، ښاغلي مودي د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د "دموکراسۍ او دپلوماسۍ او ډیالوګ" پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د هند د مشر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې پوتین ومنله، چې ددې هیواد عمده متحد چین د اوکراین د شخړې په اړه "اندېښنه" لري.

نوي ډهلي او مسکو د سړې جګړې راهیسې د اوږدې مودې اړیکې لري او روسیه پر هند باندې د وسلو تر ټولو لوی پلورونکی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییزې غونډې ته وویل چې غواړي د اوکراین جګړه «څومره ژر چې ممکنه وي» پای ته ورسیږي.

اردوغان هڅه کوي چې له مسکو سره د خپلو ښو اړیکو په کارولو سره ولسمشر پوتین دې ته وهڅوي چې په ترکیه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د اوربند لپاره مستقیمې خبرې وکړي.

ښاغلي اردوغان د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت اوزبیکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل چې ترکیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG