د لاس رسي وړ اتصالات

د نیول کیدو ګواښ؛ پوتین د بریکس په غونډه کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته نه ځي


 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جنوبي افریقا جمهوري ریاست ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د بریکس د غړو هیوادونو په غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د جنوبي افریقا په پلازمینه پریتوریا کې وشي، ګډون ونه کړي.

د جنوبي افریقا د جمهوري ریاست ویاند وینسنټ ماګوینیا د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸مه) په یو بیان کې وویل چې پوتین د "دوه اړخیزې موافقې" له مخې په دې غونډه کې ګډون نه کوي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د روسیې په استازیتوب په دې غونډه کې برخه واخلي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال د مارچ په ۱۷مه د اوکراین د ماشومانو د "غیر قانوني ایستلو" له امله د پوتین د نیولو حکم صادر کړ او که پوتین سویلي افریقا ته ننوځي دغه هیواد د نړیوالې جنایي محکمې د غړي په توګه مکلف دی چې د محکمې حکم عملي کړي.

ماګوینیا وویل چې دا پریکړه په وروستیو میاشتو کې له یو لړ مشورو وروسته شوې چې د دې موضوع په اړه وروستی تلیفوني تماس تیره شپه ترسره شو. هغه وویل چې د بریکس د نورو هیوادونو مشران به د راتلونکې میاشتې په غونډه کې ګډون وکړي.

سویلي افریقا اوس مهال د بریکس (BRICS) نوبتي صدارت په غاړه لري، چې برازیل، روسیه، هند او چین هم پکې شامل دي. د سویلي افریقا حکومت په وروستیو میاشتو کې تر کورني او نړیوال فشار لاندې دی چې د پوتین کوربه توب ونه کړي.

د جنوبي افریقا د حکومت مخالفین ټینګار کوي چې که پوتین دې هېواد ته ننوځي، باید ونیول شي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپارل شي، خو د جنوبي افریقا حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې د پوتین نیول کېدل به د روسیې پر ضد د جګړې اعلان او د جنوبي افریقا د حکومت "امنیت، سولې او نظم" ته ګواښ وي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په نننۍ نړۍ کې ټولو ته په بشپړه توګه څرګنده ده چې د روسیې د حکومت د مشر د زنداني کولو هڅه به څه معنا ولري. هیڅ اړتیا نشته چې پدې اړه چا ته توضیح ورکړل شي."

سویلي افریقا له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې به بې طرفه پاتې شي، که څه هم ځینې منتقدین په پریتوریا تور لګوي چې مسکو ته تمایل لري.

ځینې ویره لري چې سویلي‌ افریقا ته د پوتین سفر به ددغه هېواد له لورې د نوموړي د ملاتړ په توګه وګڼل شي او له متحده ایالاتو او اروپا سره د پریتوریا قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې زیانمنې کړي.

د سویلي افریقا د ولسمشر مرستیال پاول ماشاتیل په دې وروستیو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې پریتوریا هڅه کوي پوتین وهڅوي چې د بریکس په غونډه کې ګډون ونکړي.

XS
SM
MD
LG