د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د کنسرت په سالون د برید ټول عاملان مجازات کیږي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ملت ته د خطاب د ټلویزیوني وینا په ترڅ کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ملت ته د خطاب د ټلویزیوني وینا په ترڅ کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ، مارچ ۲۳ (وري ۴) مسکو ته څېرمه د کنسرت پر تالار برید ''وحشیانه تروریستي برید'' وباله او ژمنه یې وکړه چې د دې پېښې عاملین به مجازات کړي.

پوتین ملت ته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "ترهګر، قاتلین، غیر انسانان ... یوازې یو ستونزمن برخلیک لري؛ چې سزا ورکړل شي او هیر شي."

پوتین ددې ترڅنګ چې د موسیقۍ د کنسرت په تالار کې د جمعې د شپې برید "وحشیانه تروریستي برید" بللی، ویلي چې "ټول څلور مستقیم عاملین ... ټول هغه کسان چې په خلکو یې ډزې وکړې او ویې وژل، وموندل شول او ونیول شول."

بریدګرو چې پوځي یونیفورم یې اغوستی وو د جمعې په شپه په پلازمینه مسکو کې د موسیقۍ د کنسرت یو تالار ته ننوتل او پر نندارچیانو یې ډزې وکړې. په دې ډزو کې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

روسي مقاماتو ویلي دي چې د دغه وژونکي برید په شک یې د څلورو وسله والو په ګډون ۱۱ تنه نیولي دي. روسي چارواکو همدارنګه ویلي، چې وسله والو هڅه وکړه چې اوکراین ته وتښتي.

کیف په دې برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه رد کړي دي. د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دې برید مسوولیت منلی دی. خو پوتین تر دې برید وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د داعش د مسوولیت منلو یادونه ونه کړه.

داعش د شنبې په ورځ په یو پیغام کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شو، ددې برید پړه پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه چې د دې ډلې څلورو افراطیانو چې په ماشیندارو، ټوپکونو، چاقوګانو او اور بلونکو بمونو سمبال وو، د موسیقۍ د کنسرت پر تالار برید وکړ. دغې ډلې ویلي چې دا برید د هغو هېوادونو پر ضد د «سختې جګړې» یوه برخه ده،‌ کوم چې له اسلام سره په جګړه کې دي. ''

مسکو ته څېرمه د جمعې د شپې برید، په تېرو دوو لسیزو کې په اروپا کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي چې ند اسلامي دولت یا داعش ډله یې د کولو ادعا کوي.

روسي مقامات تمه لري چې د برید له امله د مرګ ژوبلې شمیره نور هم لوړه شي، ځکه چې په برید کې تر سلو ډیر ټپیان شوي چې اوس په روغتونونو کې بستر دي.

پوتین زیاته کړه: "هغوی هڅه وکړه چې اوکراین ته سفر وکړي او وتښتي، چیرې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دوی لپاره د اوکراین له خوا یوه کړکۍ پرانستل شوه چې د دولتي پولې تیر شي."

پوتین همداشان دغه برید د ''نازي'' بریدګرو سره پرتله کړ او ویې ویل چې دا ''برید د روسیې او د هغه د خلکو پر ضد یو ظالمانه برید'' و. د روسیې ولسمشر د یکشنبې ورځ په دې برید د وژل شویو کسانو د یادښت په خاطر د عمومي ماتم ورځ اعلان کړه.

د روسیې فدرالي امنیت ادارې د جمعې د شپې د برید په تړاو ۱۱ کسان نیولي دي. پوتین وویل: "ټول مرتکبین، تنظیم کونکي او هغه څوک چې د دې جنایت امر یې کړی دی، په عادلانه او حتمي توګه مجازات شي."

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې د شنبې په ورځ وویل چې برید کوونکو له اوکراین سره "تماس" درلود، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

که څه هم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې په اوکراین کې د روسیې یرغلیز بریدونه دوام لري، خو د اوکراین د ولسمشر یو نږدې سلاکار میخایلو پودولیک د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي چې اوکراین له دې برید سره "هیڅ تړاو نه لري".

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې اوسمهال د دغه برید ۱۰۷ تنه ټپیان په روغتون کې بستري دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG