د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو برید ته چې مسولیت یې داعش منلی، د افغانانو غبرګونونه

عکس: مسکو کې د موسیقي په یو تالار کې د مارچ د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۲۲ برید
عکس: مسکو کې د موسیقي په یو تالار کې د مارچ د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۲۲ برید

د روسیې فدراسیون په پایتخت مسکو کې د موسیقي په یو تالار کې د جمعې د شپې برید ته چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمیر سیاسي مشرانو په خپلوغبرګونونو کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

په روسیه کې چارواکو ویلي چې وسله والو د دې هیواد پایتخت مسکو په یوې څنډې کې د موسیقۍ په یو تالار کي ډزې کړي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د مارچ ۲۲ (وري ۳) په پیښې کې د موسیقۍ تالار ته اور هم اچول شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (حمل څلورم) د ایکس په پاڼه دا برید یو تروریستي برید بللی او په سخټو ټکو یې غندلی دی.

ښاغلي بلخي ویلي: " د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) د روسیې په پایتخت کې وروستی تروریستي برید چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی په سختو ټکو غندي او دا ګڼي چې دا برید د بشري معیارونو څخه څرګنده سرغړونه ده. داعش چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي، ددغه برید په ترسره کولو یو ځل بیا دا وښودله چې دا ګروپ د استخباراتي ادارو په لاس کې دی او هدف یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه د ګواښ سره مخ کول دي".

عبدالقهار بلخي ویلي چې د سیمې هیوادونه ددغسې پیښو پر وړاندې چې هدف یې د سیمې بې ثباته کول دي باید قاطع او څرګند دریځ ونیسي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د مسکو په څنډه کې پر ملکي وګړو دا برید چې یو شمیر کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوی په سختو ټوکو غندي. ښاغلي کرزي ددې پیښې د قربانیانو او د روسیې د حکومت او خلکو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پخواني جمهوري رژیم د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند هم په یوه اعلامیه کې په مسکو کې دا برید غندلی او ویلي دي چې د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ او تروریزم وده او پیاوړي کیدل او د نړیوالې ټولنې ترمنځ ددغې پدیدې د ریښې د ایستلو په برخه کې نه همغږي ددې سبب کیږي چې دا پدیده د ملي سرحدونو څخه تیره شي او ګڼ شمیر هیوادونه ورسره لاس او ګریوان شي او د لا زیاتو فاجعو د پیښیدو سبب شي.

دغه ګوند ویلي: " د همدې له امله یوازې د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ او تروریزم د خطر د ګواښ په اړه ګډ درک ...کولی شي د دغې بدرنګه پدیدې له منځه وړلو لپاره د ګډې هراړخیزې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي".

همداشان د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمع سادات هم دا برید په ښختو ټکو غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

سمع سادات ویلي: " تروریزم ملګري نلري که چیرې ورته فرصت برابر شي نو هغوی به پر هرچا او هرځای کې برید وکړي".

سمع سادات ادعا کړې چې د نړیوالو پالیسو کې په تروریستي ډلواو شبکو باندې فشارونه لیرې شوي، چې له امله یې دا ډلې د پخوا پرتله د لا پیاوړي کیدو سره بیرته میدان ته راستنې شوي دي. هغه د تروریزم پر وړاندې په متحد ډول په مبارزې ټینګار کړی دی.

د بلې په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خوا ددې برید د غندنې په اعلامیه کې دې برید ته تروریستي برید ویل تر پوښتنې راوستي دي.

ښاغلي بهرامي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو حکومت تیرکال د ایران د کرمان په ولایت کې تروریستي برید په غبرګون کې په اعلامیه کې د تروریستي برید د اصطلاح د کارولو څخه په دې ډډه کړې وه چې "دا یوه غربي اصطلاح ده او اسلامي هیوادونو باندې د فشار د وسیلې په توګه کارول کیږي".

د ارآی اې (RIA) خبري اژانس یو خبریال چې د پیښې په ځای کې و، ویلي چې برید کوونکو پوځي یونیفورم اغوستي و او سالون ته تر ننوتو سره سم یې ډزې پیل کړې او وروسته یې لاسي بم هم وغورځاوه چې له همدې کبله په سالون کې اور بل شو.

پیښه د مسکو په شمال کې د کراسنوګورسک په سیمې کې د موسیقۍ یو غټ تالار کې شوې چې د زرګونو کسانو د ځاییدلو ګنجایش لري.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ویلي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې پدې پیښې کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شوي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په یوې اعلامیې کې چې د اعماق په خبري اژانس کې خپره شوې، ادعا کړې چې برید هغوي کړی. په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې ګڼ شمیر مسیحان په نښه شوي و.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG