د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: په اوکراین کې د پوتین په بریا سره به بشري کړکیچ نور هم پراخ شي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین د دولت په پرزولو کې خپل هدف ته ورسیږي، پدې هیواد کې به بشري او حقوقي کړکیچونه نور هم بد شي.

انتوني بلینکن، د سه شنبې په ورځ مارچ اول (کب ۱۰) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خبرداری ورکړ چې "د روسیې له دمخه پلن شوې، بې ځایه او ناروا برید" په اوکراین کې د یو بشري او حقوقي کړکیچ د رامنځته کیدو سبب شوی.

ښاغلي بلینکن په اوکراین کې د بشري تلفاتو او ګاونډیو هیوادونو ته د څه دپاسه نیم میلیون اوکراینیانو د مهاجر کیدو شمیرو ته په اشارې وویل چې "د مسکو له لورې د نړیوال بشر دوستانه قوانینو څخه سرغړونه ساعت په ساعت زیاتیږي."

خو هغه خبرداری ورکړ چې: "که ولسمشر پوتین په خپل اعلان شوي هدف کې – د اوکراین د منتخب دموکرات دولت د نسکوریدل – بریالی شي، د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکیچونه به نور هم بد شي."

بلینکن په کریمیه جزیره کې وضعیت ته په اشارې چې په ۲۰۱۴ کې د روسیې سره وتړل شوه، وویل: "د روسیې اشغال د بې قانونه وژنو، اجباري ورکیدنو، شکنجې، خودسره نیونو، د قومي او مدهبي اقلیتونو زورونه او اذیت او د مخالفینو د وحشیانه ځپنې سره یو ځای وو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې کرملین حتی دننه په روسیه کې ځپنې ته زور ورکړی دی. هغه وویل: "حتی د یرغل دمخه یې بشري سازمانونه ځنډولي او د فساد ضد فعالان، سیاسي مخالفین یې ازار، مسموم او زنداني کړي دي. "

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې چې څه دپاسه شپږ ورځي ترې تیریږي، روسي مقاماتو په زرګونو روسان چې په سوله ییزه توګه یې پر دغه یرغل اعتراضونه کول او هغه خبریالان چې د مظاهرو پوښښ یې کاوه نیولي او زنداني کړي دي.

ښاغلي بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل تر څو "یو واحد پیغام ولیږدوي چې ولسمشر پوتین باید پرته له قید او شرط بې دلیله برید ودروي...او سمدستي روسي ځواکونه د اوکراین نه وباسي."

ښاغلي بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې غړیتوب تر پوښتنې لاندې راوست او وویل: "کولای شو په منطقي توګه دا پوښتنه مطرح کړو چې آیا د ملګرو ملتونو یو غ ړی هیواد چې هڅه کوي د ملګرو ملتونو د سازمان بل غړی ونیسي او په وحشتناکه توګه د بشري حقونو نه د سرغړونې او او د بشر دوستۍ د ستر رنځ سبب کیږي، اجازه ولري چې پدې شورا کې پاته شي؟"

د یو بل رپوټ له مخې انتوني بلینکن د خپل ترکي سیال سره په ټیلیفوني تماس کې له انقرې څخه د مونترو د تړون د اجرا کولو په خاطر ستاینه وکړه.

پداسې حال کې چې لږ تر لږه د روسیې څلور کښتۍ د مدیترانې بحیرې څخه د تیریدو لپاره انتظار باسي ترکیې د سه شنبې په ورځ د کړکیچ له ټولو اړخونو څخه وغوښتل په توره بحیره کې د ترکیې تر کنترول لاندې تنګیو څخه د تیریدو په برخه کې د مونترو د نړیوال تړون درناوی وکړي.

انقرې د اوکراین شرایط جنګي ګڼلي او اعلان یې کړی دی چې د ۱۹۳۶ کال د مونترو نړیوال کنوانسیون چې هغه هیواد ته حق ورکوي د جګړې پر وخت ددغو تنګیو څخه د ګټې اخیستنې حق محدود کړي، دا تړون یې پلی کړی دی او ددې لارې تیریدو ته یې لاسرس بند کړی دی.

د روړیترز اژانس د رپوټ له مخې دغه تړون هغو کشتیو ته چې بیرته خپلو پوځي اډو ته ځي معافیت په پام کې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG