د لاس رسي وړ اتصالات

کوم هېوادونه له روسیې سره جګړې کې اوکراین ته وسلې ورکوي؟


د اوکراین لپاره د امریکا پوځي مرستې
د اوکراین لپاره د امریکا پوځي مرستې

نن دوشنبه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پنځمه ورځ ده. امریکا او اروپايی ټولنې دا برید غندلی دی او د اوکراین لپاره یو لړ مرستې برابرې کړي او لیږلي دي.

له برید وروسته د امریکا اوکاناډا په ګډون یو شمېر هېوادونو له اوکراین سره دفاعي او بشري مرستې کړې دي، چې په دغه راپور کې یې په لنډ ډول لوستلای شي.

د امریکا متحده ایالتونه

امریکا له اوکراین سره د ۳۵۰ میلیون ډالرو اضافي مرستو ژمنه کړې ده. په دې حساب له تېر یو کال راهېسې له اوکراین سره د امریکا مرستې تر یو میلیارد ډالرو پورته شوې.

اروپايي ټولنه

اروپايي ټولنې په خپل تاریخ کې په لومړي ځل تر یرغل لاندې یوه هېواد ته د وسلو اخیستل او سپارل تمویلوي. د دغې ټولنې مشرانو موافقه کړې ده چې اوکراین ته به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې برابروي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریس وویل چې ځینې اروپايي هېوادونه به اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکوي.

دغې ټولنې ویلي دي‌ چې روسۍ جنګي الوتکې به اوکراین ته ورکول کېږي، ځکه چې پیلوټان یې ورسره بلد دي.

کاناډا

د کاناډا حکومت ویلي‌ د نظامي وسلو د مرستو تر څنګ به اوکراین ته ۳۹۲ میلیون ډالرو قرض هم ورکوي. کاناډا وايي دا مرستې ځکه کوي چې اوکراین د روسیې د یرغل په مقاومت د ځان څخه د دفاع کولو جوګه شي.

جرمني

جرمني وايي چې اوکراین ته به ۱۰۰۰ د ټانګ ضد وسلې او ۵۰۰ الوتکې ضد سټېنګرې واستوي‌. جرمني لومړی ځل دی چې تر یرغل لاندې کوم هېواد په دې شکل وسلې ورکوي. جرمني همدغه راز ۱۵ زرهي وسایط او ۱۰زره ټنه د سونګ مواد هم اوکراین ته استوي.

سویډن، ناروې او ډنمارک

سویډن هم ژمنه کړې ده چې اوکراین ته به د ټانګ ضد ۵۰۰۰ راکټونه ورکوي. ډنمارک بیا د ۲۷۰۰ دا ډول وسلو د ورکولو ژمنه کړې ده. ناروې بیا ویلي دي چې د اوکراین ځواکونو ته به زرهي خولۍ او واسکټونه استوي.

فرانسه

فرانسې اوکراین ته د الوتکو ضد تسلیحات، ډیجیټلي وسلې او سونګ مواد استولي دي.

بلجیم

بلجیم ویلي دي چې د اوکراین دفاعي او امنیتي ځواکونو ته به ۳۰۰۰ اتوماتیک ټوپکونه، ۲۰۰ ټانګ ضد راکټونه او ۳۸۰۰ ټنه سونګ مواد استوي.

هالنډ

د هالنډ د دفاع وزارت ویلي دي چې ډېر ژر به د الوتکو د وېشتلو لپاره اوکراین ته ۲۰۰ سټنګرې ورکړې. دغه هېواد همدغه راز ویلي دي چې اوکراین ته به نښه وېشتونکي ټوپکونه او محافظتي خولۍ هم استوي.

د چیک جمهوریت

د پراګ حکومت بیا وایي نژدې ۴۰۰۰ هاوان،۳۰زره تومانچې، ۷۰۰۰ تعرضي ټوپکونه، ۳۰۰۰ ماشیندارې او یو میلیون مرمۍ به اوکراین ته استوي.

کوریشیا

کوریشیا د ۱۶ میلیون ډالرو یورو په ارزښت اوکراین ته سپکې وسلې او زرهي واسکټونه استوي.

پرتګال

د پرتګال حکومت ویلي دي چې د اوکراین ځواکونو ته به شب بینې عینکې، مرمۍ ضد واسکټونه، محافظتي خولۍ، لاسي بمونه، مهمات او د جي-۳ اتوماتیک تومانچې ورکوي.

یونان

ټاکل شوې چې یونان اوکراین ته دفاعي تجهیزات واستوي خو لا یې په دې اړه معلومات ورکړي نه دي. د یونان یو شمېر اتباع په اوکراین کې مېشت دي. اوکراین وایي د روسیې په بریدونو کې یې ۱۰ اتباع وژل شوي او یو شمېر نور یې په جګړې کې ګېر پاتې دي.

رومانیا

د اوکراین ګاونډي رومانیا بیا خپل ۱۱ پوځي روغتونونه د اوکراین د جګړې زخمیانو درملنې ته ځانګړي کړي دي. دغه هېواد د دریو میلیون یورو په ارزښت اوکراین ته مرمۍ ضد واسکټونه، محافظتي خولۍ، سونګ مواد او نور پوځي وسائیل استولي دي.

بشري مرستې

تر دې دمه ایټالیا له اوکراین سره ۱۱۰ میلیون یورو، امرکیا ۵۴ میلیون ډالر، جرمني ۱۶ میلیون یورو، ناروې، هالنډ او اسپانیا شاوخوا ۲۰ ټنه طبي او دفاعي مواد، اسرائیل ۱۰۰ ټنه لازمي مواد، تریکه درې ګاډي مواد او یونان هم له اوکرایني کډوالو سره د لازمو موادو مرستې کړې دي.

XS
SM
MD
LG