د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین یرغل؛ حقوقي پایلې


د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف باندې د روسي ځواکونو ډزې
د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف باندې د روسي ځواکونو ډزې

کیف د ملګرو ملتونو د هاګ نړیوالې جنایي محکمې ته یو درخواست وړاندې کړی چې په کې یې روسیه په اوکراین کې «د ډله ییزې وژنې په پلان کولو» تورنه کړې ده.

د هاګ د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان چې پلټنې یې پیل کړي وایي: «داسې معقول اساسات شته چې باور وشي جنګي جرمونه او د بشر ضد جرمونه شوي دي.»

د فرانس پرس خبري اژانس وایي، دا لاندې د روسیې، اوکراین او نړیوال قانون په اړه پنځه اساسي پوښتنې دي:

ایا روسیې نړیوال قانون مات کړی؟

په هاګ کې میشت د نړیوال او اروپا د قانون د انستیتوت لوړپوړی څیړونکی جیووف ګورډن وایي، هو، روسیې د ملګرو ملتونو د چارتر ۲(۴) ماده ماته کړې ده، کومه چې په نړیواله کچه د زور نه کار اخیستل منع کوي.

په بریتانیا کې میشت د نړیوال قانون پروفیسور فلیپ زنډز وایي په اوکراین کې «دروسیې له خوا د پوځ نه استفاده کول نااشنا خبره نده.» ښاغلي زنډز په فیننشل ټایمز ورځپاڼه کې لیکلي: «د پخوا او نن یو توپیر دادی چې اوس داسې مقررات شته چې مونږ له دې ډول اقداماتو وساتي کوم چې د ملګرو ملتونو په منشور کې ذکر شوي او ډیر نژدې څیز دادی چې مونږ نړیوال قانون لرو.» د هغه په وینا «دا ددې منشور عمده ژمنې دي چې ښاغلي پوتین ماتې کړې دي.»

د اوکراین اړوند قضیې کومې محکمې څیړي؟

ښاغلی ګورډن وایي اوکراین درخواست کړی چې قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي، چې مطمینا هغه به یې دلیل واوري.

هغه وایي روسیه به همداشان د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر د اروپا د بشري حقونو محکمې ته وړاندې کړای شي.

د جرمونو نړیواله محکمه د اوکراین په خاوره کې د اشخاصو له لورې د ترسره شویو جنایي جرمونو د پلټلو صلاحیت لري.

اوکراین ددې محکمې غړی ندی، خو په ۲۰۱۴ کې یې ددې محکمې قضایي قلمرو ومانه.

پداسې حال کې چې روسیه د جرمونو د نړیوالې محکمې له غړیتوب څخه وتلې، نو محکمه به یواځې هغه وخت روسانو ته ورسیږي چې که هغوی په هغه خاوره کې بندیان شي چې د محکمې قضایي قلمرو ته درناوی کوي.

ایا افراد کیدای شي مسول وګڼل شي؟

هو، د جرمونو نړیواله محکمه هغه افراد تر قانوني تعقیب لاندې نیسي چې په خورا خرابو نړیوالو جرمونو تورن وي لکه نسل وژنه، جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه. افراد همداشان کیدای شي په خپلو ملي محاکمو کې محاکمه شي.

خو بیا هم حتی د جرمونو نړیواله محکمه نشي کولای د یرغل کولو جرم وپلټي –د یو هیواد برید پر بل هیواد چې د سیاسي او یا پوځي مشر له خوا پلان شو وي – که هغه هیواد د محکمې اساسنامه نه وي تصویب کړې، کوم چې نه روسیې او نه هم اوکراین دا کار کړی.

خو ښاغلی زنډز د یوې ځانګړې نړیوالې جنایي محکمې وړاندیز کوي چې د اوکراین په اړه د روسیې د یرغل جرمونو ته پاملرنه وکړي.

څه به پیښ شي؟

په هاګ کې میشت د عدالت نړیواله محکمه – چې د هیوادونو ترمنځ د شخړو په اړه حکمونه صادروي – لومړی به تصمیم نیسي چې ایا دا د محکمې قضایي قلمرو پورې اړه لري چې قضیه واوري که نه?

د لایډن په پوهنتون کې د نړیوال عامه قانون مرستیاله پروفیسوره سیسلي روز وایي «زه شرط ږدم چې په څو راتلونکو اونیو کې په محکمه کې ددې موضوع ارزول ووینو او په اړه یې په څو اونیو کې تصمیم نیونه ووینو – او یا هم د موضوع د بیړنیتوب په وجه یو چټک مهالویش.»

د جرمونو په نړیواله محمه کې کله چې قاضیان موافقه وکړي چې دا د دوی قضایي قلمرو دی, ددې محکمې لوړپوړی څارنوال کریم خان به د پلټنو تصمیم ونیسي.

دا به څه اغیز ولري؟

کارپوهان پدې موافق دي چې پوښتنې ته ځواب ویل مشکل دي.

ګورډن وایي، د عدالت نړیواله محکمه چې تصامیم یې اخري دي او د استناف غوښتنه نشي کیدای «د خپل قضاوت د موثریت لپاره د لرغوني میکانیزم د پلي کولو وړتیا نلري.

همداشان، د جرمونو نړیواله محکمه خپل د پولیسو ځواک نلري او د تورنو د نیولو لپاره غړو هیوادونو ته اړتیا لري.

ګورډن وایي: «له بلې خوا مونږ لږ او یا زیات یو شمیر همغږو میکانیزمونو په لاره اچول وینو چې روسیې ته د غیر قانوني جګړې د پرمخ بیولو په خاطر د سزا ورکولو لپاره جوړ شوي دي.»

پدې کې اقتصادي بندیزونه، د سفر کولو محدودیتونه او د ورزشي سیالیو لغو کول شامل دي.

ښاغلی ګږورډن وایي «د عدالت د نړیوالې محکمې قضاوت ښایي په راتلونکې کې د داسې مواردو په وړاندې یو رول ولوبوي.»

XS
SM
MD
LG