پداسې حال کې چې د مسکو د پوځي یرغل په اړه د روسیې او اوکراین پلاوي د ترکیې په کوربتوب خبرو ته تیاری نیسي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۸) وویل چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي مستقیمې خبرې ښایي «ګټورې نه وي».
سرګي لاوروف وویل چې: «پوتین ویلي چې د ولسمشر زیلینسکي سره لیدنه یې هیڅکله نده رد کړې. یواځنی شی چې هغه یې ډیر مهم ګڼي دادي چې دغه لیدنې کتنې باید ښه تنظیم شي.»
ښاغلي لاوروف دا څرګندونې وروسته له هغې خبریالانو ته وکړې چې ښاغلي زیلینسکي د خپل روسي سیال سره د کتلو غږ وکړ.
ښاغلي لاوروف وویل چې اوسنی کړکیچ «د اوږدې مودې راهیسې په زیاتېدو دی چې زیات شمیر ستونزې یې رامنځته کړي، پدې خاطر یواځې لیدنه او د نظر تبادله چې ته څه فکر کوئ او زه څه فکر کوم، دا به اوس ګټور نه وي.»
زیلینسکي او پوتین یواځې یو ځل په ۲۰۱۹ کې د پاریس په خبرو کې سره کتلي دي.
پداسې حال کې چې په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ مستقیمو خبرو ته تیاری روان دی، ښاغلی لاوروف وایي مسکو د اوکراین د غیر پوځي توب او «غیرنازیتوب» غوښتنو ته دوام ورکوي.
ښاغلي پوتین دا غوښتنې د مسکو پوځي اهداف ګڼلي او ویلي چې اوکراین باید ناپیلی اوسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغو خبرو ته لیواله دي چې په وینا یې د روسیې ټول اساسي اهداف ترلاسه شي. هغه ادعا وکړه چې لومړنی هدف دا دی چې د اوکراین په ختیځ کې «په دونباس سیمه کې وژنې پای ته ورسیږي چې لس کاله روانې دي.»
لاروف زیاته کړه چې روسیه له اوکراین غواړي چې «د لویدیځ سره جذبیدل او د ناټو په پوځي تړون کې داخلیدل ودروي».
د روسیې پوځ د ولادیمیر پوتین په امر د فبرورۍ په ۲۴ وروسته له هغې پر اوکراین یرغل وکړ چې د څو میاشتو راهیسې یې د اوکراین سره په پوله په لسګونو زره سرتیري دیره کړي وو.
روسیې په ۲۰۱۴ کې د کریمیه جزیره د اوکراین نه جلا او له خپلې خاورې سره یې یو ځای کړه او همداشان د اوکراین په ختیځ د دونباس سیمه کې یې د اوکرایني د جلاغوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکړ چې د اوکراین د پوځ په وړاندې د څو کالو راهیسې جنګیږي.
اوکراین وایي روسیه یې ټوټه کیدل او بې ثباتي غواړي.
دا مطلب د فرانس پرس اژانس د رپوټ په بنسټ جوړ شوی دی.