د لاس رسي وړ اتصالات

قطر امیر: طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د ملت استازیتوب کوي


د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د سه شنبې په ماښام (کب ١٣) د افغانستان د سولې د بهیر په اړه تیلیفوني خبرې کړې دي.

د ارګ د اعلامیې له مخې د قطر امیر جمهور رئیس غني ته ویلي چې په هغه کتنه کې چې له طالبانو سره لرله، هغوی ته یې دا څرګنده کړې چې نننی افغانستان د دوو لسېزو مخکېنی هیواد نه دی، بلکې په افغانستان کې یو لړ نوي واقعیتونه رامنځته شوي او دغه هیواد تغییر کړی دی.

ارګ د قطر د امیر له قوله ویلي: "د افغانستان نوي واقعیتونه دا دي چې دغه هیواد اوس یو منتخب مشروع حکومت لري او طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازیتوب کوي او د دوی جدي او مشروع غوښتنې مطرح کوي، طبعاً طالبان هم غوښتنې لري چې د مذاکراتو په جریان کې به پرې بحث وشي".

ارگ ویلي چې جمهور رئیس غني د قطر له امیر څخه مننه کړې او ویلي دي، چې د اړتیا پر مهال به له نوموړي سره د سولې په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

قطر د ۲۰۱۱ میلادي کال راپدیخوا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب په غاړه لري. خو دغه هیواد په تیر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په کابل کې د لومړي ځل لپاره خپل سفارت هم پرانیست.

د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په قطر کې د تیرې شنبې په ورځ ( کب لسمه) لاسلیک شوه.

افغان حکومت د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون نه درلود، خو د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د اجنډا د معلومولو لپاره یې یو شپږ کسیز پلاوی دوحې ته استولی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې تر اوسه د طالبانو استازو د افغان حکومت له پلاوي سره نه دي کتلي.

سهیل شاهین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې دریځ دا دی چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې د طالبانو د بندیانو د چارو مسئولین فقط د افغان حکومت د محابسو له مسئولینو سره د بندیانو د خلاصون په رابطه ویني ترڅو تر مذاکراتو وړاندې ۶۰۰۰ بندیان آزاد شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په ټینګار ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو سره یې د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې د پنځه سزرو طالب بندیانو د خوشې کیدو په اړه موافقه نه ده کړې.

خو ښاغلي غني ویلي چې د بندیانو د خلاصون مسلې باندې د بین الافغاني خبرو پر مهال بحث کیدلای شي.

دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې باید بین الافغاني خبرې شپږ ورځې وروسته د کب په شلمه پیل شي.

XS
SM
MD
LG