د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ډیر ژر د طالبانو د مشرانو سره ګورم


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې خبرې کوي.
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې خبرې کوي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وایي ډیر ژر د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کوي خو دا یې ونه ویل چې دا ملاقات به چیرته او څه وخت وشي. ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو سره موافقه بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه چې"طالبان او ټولې خواوې د جکړې نه ستړې شویدي."

ټرمپ دا خبرې وروسته تر هغه وکړلې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا استازو د سولې موافقه لاسلیک کړله.

ټرمپ پخپلو خبرو کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې پدې اوږدې جګړې کې "ډیر کسان ووژل شول". د امریکا جمهور رئیس د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د رایستلو په هکله وویل چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمیر شاوخوا اته زره شپږه سوه شي او د نورو په هکله به هم په نږدې راتلونکې کې پریکړه وشي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دیارلس زره عسکر لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره همکاري کوي.

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه پخپلو خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به په موافقې کې پخپلو ژمنو دریږي، " هغوي به تروریستان او بد خلک وژني او دا جګړه به روانه ساتي". ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې طالبان به تررویستانو په خلاف دا جګړه د افغانستان د حکومت سره په ګډه یا په خپلواکه توګه کوي خو طالبانو او داعش وسله والو د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جګړې کړي او د یو بل وسله وال یې وژلي دي.

ټرمپ همدرانګه خبرداری ورکړ که کومه غلطي وشوه، امریکایي عسکر به بیرته افغانستان ته ستانه شي، " طالبان باید ثابته کړي چې مونږ وخت نه ضایع کوو خو که کومه غلطي وشوه مونږ بیرته ستنیږو او داسې چټک او قوت سره به ستانه شو چې تر اوسه یې چا مثال ندی لیدلی". خو ښاغلي ټرمپ هیله وښوده چې دې کار ته ضرورت پیدا نشي.

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو د ټول بهیر نه خبر و. طالبانو او امریکا د شنبې (فبروري ۲۹) د قطر په پایتخت دوحې کې د سولې موافقه لاسلیک کړله. د لاسلیک په غونډې کې د نورو هیوادونو د استازو تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG