د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د پنځه زره طالب بندیانو ازادول د امریکا صلاحیت نه دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وايي د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په اړه هیڅ مخکې شرط او ژمنه وجود نه لري.

طالبانو تېره ورځ وویل چې له امریکا سره د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته به د افغان حکومت له زندانونو څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد شي.

خو ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ «کب۱۱مه» خبریالانو ته وویل چې د یادو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه له امریکا سره هم کومه موافقه نه لري، خو زیاته یې کړه چې امریکا په دې برخه کې یوازې اسانتیاوې رامنځته کوي.

هغه وویل چې د بندیانو خوشي کولو صلاحیت د امریکا نه بلکې یوازې د افغان حکومت واک دی.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته،دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسئله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو چې د طالبانو په وینا د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به د دغه ډلې ۵۰۰۰زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي چې په مقابل کې به یې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ خبریالانو سره خبرو کې د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالو خوشي کول د یو شرط په توګه مطرح کړل او زیاته یې کړه که چیري د دوی یاد شمېر بندیان خوشي نشي «بین الافغاني» خبرې به پیل نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې «بین الافغاني» مذاکرات د مارچ پرلسمه» پیل شي.

خو ولسمشر غني وویل، که چیري د سولې خبرو په جریان کې «باور» رامنځته شي، طالب زندانیان به خوشي شي.خو ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خلک غواړي دا باور تر لاسه کړي چې خوشي کېدونکي طالبان بیا وسله نه پورته کوي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه تقاضا شوې ده، خو ویې ویل چې دا د مذاکراتو برخه کې کېدایشي.

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې ټاکل شوې د مارچ په لسمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ «بین الافغاني» مذاکرات پیل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پخپل ننني کنفرانس کې وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره به یو پلاوي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG