د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ:بایډن په واشنګټن کې د قطر له امیر سره ګوري


د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې ۵) وویل ټاکل شوېده جمهور رئیس جوبایډن د جنوري په ۳۱ نیټه په سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره وګوري.

جن ساکي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې جمهور رئیس بایډن به د قطر له امیر سره د منځني ختیځ د امنیت او د انرژۍ د نړیوالې عرضې د ثبات د اطمینان په اړه بحث او خبري اتري وکړي.

دا ملاقات په داسې وخت کې کیږي چې واشنګټن او اروپایي متحدین یې د انرژۍ د بیړنیو طرحو د ‌پیاوړي کولو هڅه کوي ځکه که روسیه د اوکراین پر سر د جنجال له امله خپلې منابع کمي کړي، د نورو سرچینو په ګډون د قطر د انرژۍ د عرضۍ سرچینې موجودې وي.

امریکا او اروپایي متحدین یې پر روسیې تور لګوي چې د خپل ګاوندي هیواد اوکراین په وړاندې د برید په ګواښ سره چې غواړي له ناټو او نورو غربي بنسټونو سره یوځای شي، په اروپا کې د ثبات د خرابیدو هڅه کوي.

اروپايي ټولنه د خپلې انرژۍ کابو ۴۰ سلنه له روسیې څخه تامینوي خو اوس واشنګټن او اروپايي متحدین یې هڅه کوي چې په نړیوال مارکیټ کې د انرژۍ بدیلې لارې پیدا کړي.

د امریکا نږدې متحد قطر د مایع ګازو پراخې زیرمې لري او یاد هیواد د نړۍ د طبیعي ګازو ستر صادرونکی هیواد دی.

جن ساکي‌ همدارنګه وویل بایډن به د تیر کال په وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په جریان کې په خوندي ډول د امریکایي اتباعو، د استوګنې د دایمي کارتونو د درلودونکو او افغانانو د خوندی لیږد په اړه د قطر له امیر څخه مننه وکړي.

قطر په افغانستان کې د کابو شل کلنې جګړې په وروستیو کې هم د دیپلوماسۍ او هم د تخلیې په برخه کې د پام وړ رول ولوباوه.

XS
SM
MD
LG