د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر اوکراین د روسیې له برید سره د مرستې په اړه بلاروس ته خبرداری ورکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې ۵) بلاروس ته خبرداری ورکړ چې که پر ګاوندي هیواد اوکراین د روسیې له برید سره مرسته وکړي استبدادي حکومت به یې له غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"موږ بلاروس ته هم روښانه کړې که یې خاوره د اوکراین پر وړاندې د برید لپاره وکارول شي د امریکا او زموږ د متحدینو او شریکانو له عاجل او پریکنده ځواب سره به مخ شي."

ښاغلي پرایس همدارنګه زیاته کړه، که د بلاروس له خاورې برید وشي، که روسي ځواکونه په دایمي توګه په هغه هیواد کې پاتې شي، ناټو به په هغو هیوادونو کې د خپلو پوځیانو بیا ارزونه وکړي چې له بلاروس سره پوله لري.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو چې له ډیر وخت راهیسې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین متحد دی، د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته یې خپل سیاسي مخالفین سخت وځپل.

د بلاروس د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې ټاکنې، د پراخو او سازماندهي شویو درغلیو له ادعاوو سره مل وې او د لوکاشینکو د حکومت مشروعیت یې چې د مسکو له سیاسي، اقتصادي او نظامي‌ملاتړ څخه برخمن دی، تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

لوکاشینکو تیره میاشت اعلان وکړ چې روسیه به له بلاروس سره نظامي تمرینونه کوي، هغه څه چې متحدیونو ایالتونو خبرداری ورکړ کیدای شي‌ هغه هیواد ته اټومي وسلې داخلې شي.

دا اقدام په داسې حال کې وشو چې روسیې له اوکراین سره په پوله کې په لس ګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي دي او لودیځ پر دې غرب پلوي هیواد د یرغل خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG