د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس له منګولو څخه د یو شمیر اسرائیلي یرغمل شویو د خلاصون لپاره د قطر هڅې


یوه باخبره سرچینه وايي، د قطر په منځګړیتوب له حماس څخه د ۱۰ تر ۱۵ اسرائیلي یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې په غزه کې د یوې یا دوو ورځو لپاره د جګړې د درولو په اړه خبرې روانې دي.

دغې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې خبرې له متحده ایالاتو سره همغږي شوي او زیاته کړې یې ده چې د نښتو بشردوستانه درول حماس ته اجازه ورکوي چې د ټولو ملکي یرغمل شویو کسانو په هکله جزیات راټول کړي او د لسګونو یرغمل شویو کسانو خلاصون خوندي کړي.

وروسته له هغه چې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ او د اسراییلي چارواکو په وینا تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل، د بهرنیو اتباعو په ګډون یې شاوخوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسرائیلي پوځیانو هم په غبرګون کې د غزې په تړانګه پرله پسې هوایي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د ۴۰۰۰ ماشومانو په ګډون د څه باندې ۱۰۸۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. خو تر اوسه کومې ادارې په خپلواکه توګه په غزه کې د تلفاتو شمېر نه دی تائید کړی.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي: "تر اوسه (د هغو یرغمل شویو کسانو کره شمېره چې باید خوشې شي) لا څرګنده نه ده."

یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې تمه ده د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې په راتلونکې اونۍ کې ۲۴-۴۸ ساعته اوربند وشي یا د عملیاتو ساحه محدوده شي.

سرچینه وايي، امریکا او نورو هېوادونو پر اسرائیل فشارونه زیات کړي چې بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د سه شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې په ټیلیفوني خبرو کې په غزه کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د جګړې د بندولو په اړه خبرې وکړې.

برسیره پر دې ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو هم یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په غزې تړانګې کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، د نړۍ د نورو مشرانو او د نړیوالو مرستندویه سازمانونو د غوښتنو سره سره، نتنیاهو بیا ټینګار وکړ چې هغه د اوربند ملاتړ نه کوي. هغه وویل، "د یرغمل شویو له خوشې کېدو پرته به په غزه کې اوربند نه وي. "

د اسرائیل صدراعظم زياته کړه، چې هېواد يې ښايي د بریدونو په درولو موافقه وکړي چې غزې ته بشري مرستې ورسیږي او یا هم اجازه ورکړي چې يرغمل شوي کسان د فلسطیني محاصرې شوې سيمې څخه ووځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG