د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتریش: غزه د فلسطیني ماشومانو په هدیرې بدله شوې


د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ډیری وژل شوي ماشومان او میرمنې دي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ډیری وژل شوي ماشومان او میرمنې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش دوشنبه نومبر شپږمه (لړم۱۵) په غزې کې په سمدستي توګه د بشري اوربند غوښتنه وکړله او ویې ویل چې دا تړانګه هره ورځ د سلګونو فلسطیني ماشومانو لپاره په هدیرې بدلیږي.

ښاغلي ګوتریش په ملګرو ملتونو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د مخکې تګ لپاره لار ښکاره ده. همدا اوس دې بشري اوربند وشي."

د ملګرو ملتونو مشر وویل چې ټول اړخونه باید د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مسؤلیت ادا کړي او تر څنګ یې دا هم وویل چې په جګړې کې هیڅ کومه ښکیله ډله د دې قوانینو څخه پورته نده.

هغه وړاندې وویل: " دا پدې معنی چې د شرط او قید پرته باید په غزې کې برمته شوي کسان خوشې شي. زه به هیڅکله د هغوی په سمدستي توګه خوشې کیدو په کار کې سستي ونکړم."

د دې نړیوالې ادارې مشر همدارنګه وویل چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوي معنی دا هم ده چې د ملکیانو څخه باید د انساني سپر په توګه کار وا نه خیستل شي او نه دې هم په غزې کې د ښوونځیو، روغتونونو، د ملګرو ملتونو مرکزونو او پناه ځایونو څخه کار واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د غزې په جګړه کې د "بشري وقفې" غوښتنه کړې وه تر څو پدې سره وکړی شي د دې تړانګې کلابندو خلکو ته مرستندویه مواد ورسیږي.

خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په دې ټینګار کوي چې تر هغه وخته به په جګړې کې بشري وقفه رانشي تر څو د حماس ډلې ټول برمته شوي کسان خوشې کړي نه وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې په غزې کې "بشري ناورین" دی او دا یې د ټولې نړیوالې ټولني مسؤلیت وباله چې هلته د خلکو کړاو بند کړي.

ملګرو ملتونو داسې مهال د اوربند غوښتنه کړې چې د غزې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

انتونیو ګوتریش اندیښنه څرګنده کړه چې په غزې کې هره ورځ سلګونه ماشومان مري او ټپي کیږي.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي د دې ادارې ۸۹ کار کوونکي هم په غزې کې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې په بمبارۍ کې وژل شوي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړه: "مونږ باید د دې ظالمانه، ناوړه او ځورونکي ورانۍ څخه د وتلو لپاره همدا اوس لاس په کار شو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG