د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او قطر د افغانستان پر سوله خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د منځني ختیځ یو شمیر هیوادونو ته د سفر په دوام قطر ته ورسید.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قطري چارواکو سره په بیلابیلو برخو کې د تړونونه لاس لیک کولو ترڅنګ د افغانستان د سولې په هکله هم خبرې وکړې.

قطر ته تر رسیدو وروسته پمپیو وویل دده لپاره د ویاړ ځای دی چې د امریکا او قطر ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په دویم پړاو کې ګډون کوي.

پمپیو وايي"د امریکا متحد ایالتونه او قطر په ګډ‌ه د افغانستان او عراق په ګډون د یو شمیر امنیتي ننګونو په هکله کار کوي. زموږ دفاعي اړیکې پراخې، مهمې او د پراخیدو په حال کې دي".

د پمپیو په وینا چې اوس په قطر کې ۱۳۰۰ امریکايي او د ایتلاف سرتیري د متحدینو د دفاع او د داعش پروړاندې د جګړې لپاره میشت دي.

د ۲۰۱۷ کال په جون کې بحرین، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له قطر سره د سیاسي اختلاف له کبله اړیکې پریکړې.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قطر څخه وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د قاطع ماموریت له قوماندان سکاټ میلر سره هم په متحده عربي اماراتو کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر په ټویټ کې ویلي سکاټ میلر سره یې په افغانستان کې د امریکايي پوځي او ملکي کارکوونکو په هکله خبرې کړي چې څنګه کولای شي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د پخلاینې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د یو بل خبر له مخې په ازبکستان کې د هند او مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو په موخه غونډه وشوه.

په ازبکستان کې د هند او مرکزي آسیا هیوادونه ترمنځ غونډه
په ازبکستان کې د هند او مرکزي آسیا هیوادونه ترمنځ غونډه

د هند او مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ په غونډه کې دا ځل افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره هم کتلي دي، او په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات ټینګیدو څخه ملاتړ کړی دی.

سوشما سوراج وايي"هند ددغه دیالوګ له لارې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ملاتړ ته ژمن دی، ترڅو د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر څار سوله ټینګه او د افغانستان بیاپخلاینې او اقتصادي بیارغونې سره مرسته وشي".

د هند د بهرنیو چارو وزیره وايي چې له افغانستان او مرکزي آسیا سره له پیړیو راپدیخوا اړیکې لري، له یو بل سره راحت دي او طبعیي شریکان دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG