د لاس رسي وړ اتصالات

قطر او طالبانو له افغانستان څخه د تخلیې پروازونو په بیرته پیل کیدو موافقه وکړه 


د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي هیواد یې د افغانستان څخه د بهرنیو هیوادونو د اوسیدونکو او د ګواښ سره د مخ کیدونکو افغانانو د ایستلو پر سر د طالبانو سره موافقه کړې ده.

په واشنګټن کې د اکسیوس امریکایي خبري پاڼې د سه شنبې په ورځ فبروري اوله (سلواغې ۱۲) د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د مرکې په حواله لیکلي چې د طالبلانو سره په اونۍ کې په دوو الوتنو موافقه شوې ده او دا پروازونه د قطر د هوایي چلند له لارې کیږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر پدې مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ یې په واشنګټن ډي سي کې د اکسیوس خبري رسنۍ سره کړې ویلي چې دغه پروازونه متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته د بهرنیو هیوادونو د اوسیدونکو او د خطر سره مخامخ افغانانو ایستلو زمینه برابروي.

د افغانستان څخه د امریکا د بشپړه وتلو وروسته د کابل څخه د تخلیې پروازونه د قطر د چارتر شویو الوتکو له لارې ترسره کیدل. خو دغه پروازونه د ډسمبر د میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د مخالفت په وجه ودریدل.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د طالبانو د مخالفت دلیل په پروازونو کې ددې ډلې کسانو ته د څوکۍ نه ځانګړي کول وو.

د اکسیوس اژانس د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې قطر ته په اونۍ کې د اریانا هوایي شرکت د یو پرواز په اړه هم خبرې روانې دي.

قطري مقاماتو ویلي چې د دوو میاشتو ځنډ وروسته له کابل څخه د تخلیې لومړنی پرواز د جنورۍ په ۲۶ (سلواغې ۶) ترسره شوی دی.

د اګست د میاشتې په نیمایي کې پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو نژدې ۱۲۵زره کسان له افغانستان څخه ولیستل، چې اکثر یې د خطر سره مخامخ افغانان او یا هغه افغانان وو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی و.

په زرګونو نور افغانان لا هم هڅه کوي چې له دغه هیواد څخه ووځي او ادعا کوي چې د افغانستان د پخوان حکومت یا بهرنیو ځواکونو او سازمانونو سره د هغوی د کار سابقه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG