د لاس رسي وړ اتصالات

دوحه کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پچه واچول شوه 


په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پچې اچونې مراسم

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال لوبې په قطر کې ترسره کیږي. ددې لوبو د سیالیو قرعه کشي د جمعې په ورځ اپریل اول (وري ۱۲) په دوحه وشوه. د فوټبال په نړیوال جام لوبو کې ۳۲ ټیمونه په اتو ګروپونو کې سیالي کوي.

د پچې اچولو پدغو مراسمو کې د فوټبال د نړیوال فدارسیون (فیفا) رئیس جیاني اینفانتینو، ددې فدارسیون غړو او د سیمه ییزو کنفدراسیونونو استازو، قطري مقاماتو، د ټیمونو روزونکو او ځانګړو میلمنو ګډون کړی و.

بریتانوی لوبغاړی ادریس البا او د بریتانیا ورزشي خبریال رشمین چودهوريد مراسمو ویاندویي کوله او د مراسمو په پای کې د فوټبال د نړیوال جام ترانه د "سره یوځای لا ښه" په نامه د ترینیداد کارادونا، داویدو تو عایشه اجرا کړله.

د جرمني د فوټبال د پخواني ستوري لوټار ماتیوس، برازیلي کافو، قطري عادل احمد، صربستاني بورا میلوتینویچ، نایجریایي جي‌جي اوکوچا، الجزایري رباح ماجر، استرالیایي ټیموټی کیهیل او ایراني علي دايي په ګډون د نړۍ د فوټبال اتو پخوانیو ځلاندو ستوریو د جام د لوبود پچې اچونې مراسم ترسره کړل.

دا پداسې حال کې دي چې د دریو هیوادونو د ټیمونو ګډون لا څرګند ندی ځکه د عربي متحده امار اتو، آسترالیا، کوستاریکا، پیرو، نیوزیلنډ، اسکاتلنډ، اوکراین، او ولز ټیمونه سره لوبه کوي چې درې به یې جام ته لار ومومي.

په قطر کې د نړیوال جام لوبې د نومبر (عقرب) په میاشت کې د ۳۲ ټیمونو ترمنځ کیږي. ددې لوبو سیال ټیمونه په دې لاندې اتو ګروپونو کې سره سیالي کوي:

د الف ګروپ: قطر، هالند، سینګال، ایکواډور

د ب ګروپ: بریتانیا، امریکا، ایران، ولز/ اوکراین-اسکاتلند

سي ګروپ: ارجنټاین، مکسکو، پولنډ سعودي عربستان

ډي ګروپ: فرانسه، ډنمارک، تونس، پیرو/ عربي متحده امارات-آسترالیا

د یي ګروپ: اسپانیا، جرمني، جاپان، کوستاریکا/نیوزیلنډ

د اف ګروپ: بلجیم، کروشیا، مراکش، کاناډا

د جي ګروپ: برزیل، سویس، صربستان، کمرون

د ایچ ګروپ: پرتګال، یوروګوای، جنوبي کوریا، ګانا

د قطر په کوربتوب د فوټبال د نړیوال جام لوبې د نومبر په ۲۱ (لړم ۳۰) د قطر په مختلفو ستدیومونو کې ترسره کیږي.

د روسیې ټیم پر اوکراین باندې ددې هیواد د پوځي برید په وجه د اروپا د انتخابي لوبو څخه محروم کړای شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د مني په اخیر یا ژمي کې کیږي او ښایي وروستی ځل وي چې ۳۲ ټیمونه په کې برخه اخلي.

فیفا غواړي د اساسي بدلونونو په رامنځته کولو سره د وروستي پړاو د ګډون کوونکو ټیمونو شمیر لوړ کړي.

XS
SM
MD
LG