د لاس رسي وړ اتصالات

کوټه کې د افغان نانوایانو د نیولو په ضد کاربندیز روان دی


د کویټې ښار یو نانوای
د کویټې ښار یو نانوای

د پاکستان د حکومت لخوا خپل هیواد ته د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنولو بهیر روان دی او د دولتي وروستیو شمېرو له مخې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰۰زره کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په دغو کډوالو کې زیات شمیر هغه کاریګر هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او ښارګوټو کې یې مزدوري او خواري کوله.

د افغان کډوالو په شړلو سره، د راپورونو په اساس، د بلوچستان په مرکز کوټه کې نانوایان د کارګرانو له کمي سره مخامخ شوي دي چې له کبله یې له تېرو دریو ورځو راهیسې یې کاربندیز پیل کړی دی.

په کوټه کې د نانوایانو اتحادیې مشر نعیم خلجي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د کوټې ښار نانوایان له دوه ډول ستونزو سره مخامخ دي، یوه ګراني ده او بل یې لوی شمېر کارګران نیول کېږي او افغانستان ته ستنول کېږي.
هغه وویل: «دلته په اکثریت تنورونو کې تر ۸۵ فیصده زیات کارګران د افغانستان دي. هغوی نیول کېږي او خپل ملک ته یې استوي. تر اوسه د تنورونو نږدې ۶۰۰ مزدوران نیول شوي. دوی د مهاجرت کارډ نه درلود، ځینې یې په کمپ کې دي او نور یې افغانستان ته ستانه کړي دي.»

نعیم خلجی ادعا کوي چې د تنورونو کارګران نیول کېږي خو د ډبرو سکرو کان کیندونکي چې لوی شمېر یې د افغانستان وګړي دي، ورته یې د کار اجازه ورکړې ده. هغه غوښتنه وکړه چې نانوایانو ته دې هم د کان کیندونکو غوندې د کار اجازه ورکړل شي.

د بلوچستان مرکز کوټه کې نږدې ۲۰۰۰ نانوایان دي‌ چې د اتحادیې د مشر په وینا تر ۱۵۰۰۰ پورې خلک پکې مزدوري کوي او د دوی اکثریت د افغانستان وګړي دي او دا ځکه چې دغه افغانان د میاشتې په لږ اجرت کارونه کوي.

د نانوایانو د اوسني کاربندیز له کبله د کورونو ترڅنګ د رستورانونو کاروبار هم څه ناڅه اغېزمن شوی دی. د کوټې ښار په ګوالمنډۍ چوک کې د یو رستورانت چلونکی فضل محمد وايي: «نن درېیمه ورځ ده چې نانوایانو کاربندیز کړی دی. زموږ اکثریت رستورانونه ډوډۍ له نانوایانو راوړي، خو اوس د دوی د کاربندیز له وجې زموږ کارونه هم اغېزمن شوي، موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه مسله دې ژر حل کړي.»

امریکا غږ د کوټې ښار د مرستیال کمیشنر دفتر له ویاند سره رابطه وکړه، خو هغه په دې باب تر دې دمه د حکومتي دریځ له څرګندولو څخه ډډه وکړه.

د پاکستان حکومت د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېیمه نېټه اعلان کړی و چې په دغه هېواد کې میشت ناقانونه کډوال چې اکثریت یې د افغانستان وګړي دي، د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې دې خپل هېواد ته ستانه شي.

د کډوالو د ستنولو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې په وړاندې نه یوازې په دې هېواد کې دننه بلکې په نړیواله کچه غبرګونونه راپاریدلي دي. د کډوالو نړيوالې ادارې (یو ان اچ سي آر)، ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه ټولنو، د دې ګام مخالفت کړی دی چې بې اسناده کډوالو ته یې يوازې يوه مياشت وخت ورکړی او د نومبر له لومړې نېټې یې د هغوی د نيولو او شړلو عمليات پیل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG