د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وايي چې هېواد به یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن د سې‌شنبې په ورځ د جون ۸ (غبرګولي ۱۸) د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې دغه راز ویلي چې امریکا به د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو څخه ملاتړ او له دغه هېواد سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته هم دوام ورکړي.

جمهور رئیس بایډن په دغه لیک ویلي چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه "بشپړ ملاتړ" کوي او د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره هڅې زیاتې کړي.

جو بایډن دوه میاشتې وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې ټول امریکايي سرتیري به د سپټمبر تر یولسمې له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړو د ښاغلي بایډن په دې پریکړې انتقاد وکړ او هغه یې د امریکا د پوځي چارواکو سپارښتنو او خبرداریو ته په نه پاملرنې تورن کړ.

خو جمهور رئیس بایډن په دغه لیک کې ویلي امریکا چې د کوم هدف لپاره افغانستان ته تللې وه هغه یې ترلاسه کړی دی.

ښاغلي بایډن ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به واشنګټن په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په ګواښونو باندې سترګې پټې نه کړي او د دغو ګواښونو د بیا ظهور د مخنیوي لپاره به امریکا په سیمه کې خپلې وړتیا بېرته له سره تنظیم کړي.

د جمهور رئیس بایډن په لیک کې راغلي چې واشنګټن به دا ډاډ هم ترلاسه کړي چې د افغانستان حکومت او طالبان به له خپلې خاورې څخه د امریکا په خلاف تروریستي فعالیتونو ته اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG