د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: طالبان زمونږ په جیب کې ندي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي امریکا ته یې څرگند پیغام ورکړی چې په افغانستان کې به پرمختگ یواځې د خبرو د لارې کیږي.

ښاغلي قریشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته په یوې غیر رسمي وینا کې وویل "تر څو چې طالبان په سسټم کې ورګډ نشي، پرمختگ نشې کیدی. قریشي وویل دا مناسبه نده چې وویل شي پاکستان به په افغانستان کې هر څه وکړي" او زیاته یي کړه چې "طالبان زمونږ په جیبونو کې ندي."

د امریکا حکومت په پاکستان فشار اچوي چې پخپله خاوره د طالبانو خلاف اقدامات وکړي او په افغانستان کې دې طالبان د سولې د خبرو لپاره اماده کړي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي چې پاکستان دې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي. ښاغلي پمپیو وویل "مونږ د پاکستان نه دا تمه لرو چې پاکستان به په خپل ختیځ سرحد ترهگر نه ساتي. زه دا خبره نوره څرگنده نشم کولی. او که پاکستان بیا هم دغه کار وکړ نو مونږ به ترینه حساب غواړو."

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د حکومت د راتگ نه وروسته هند ته دوه ځلې د سولې مذاکراتو وړاندیز کړیدی او د افغانستان په اړه یې هم ویلي چې هیله لري د افغانستان سره ښې اړیکې ولري. عمران خان د انتخاباتو گټلو نه مخکې څو وارې ویلي دي چې پکار ده د طالبانو سره مذاکرات وشي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG