د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته تللی


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د کابل نړویوال هوايي ډګر کې قریشي ته د ښه راغلاست پرمهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن پنجشنبه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلی قریشي به د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي، د طالبانو د موقتې ادارې له چارواکو او یو شمېر نورو افغان مشرانو سره هم وګوري.

یاد وزارت زیاته کړې چې د دواړو لورو خبرې به پر دوه اړخیزو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ زیاتولو په لارو چارو وي.

په بیان کې راغلي چې ښاغلی قریشي به د سیمې د سولې او ثبات برخه کې د پاکستان د نظر په اړه هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "پاکستان د خپل یو نژدې ورور په شان، تل د افغانستان تر څنګ پاتې شوی دی. پاکستان د کووید ـ ۱۹ د پروتکول په اساس خپلې پولې د ځمکني تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ خلاصې کړي دي. د افغانانو لپاره د ویزې اخیستلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي."

په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره بشري مرستې هم کړي دي.

بیان زیاتوي چې کابل ته د قریشي نننی سفر په دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د او د خلکو ترمنځ د اړیکو نژدې کولو په برخه کې د پاکستان د دوامداره تګلارې څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سفر تائید کړی دی.

په کابل کې باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې قریشي به د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو طالب چارواکو سره پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسائلو خبرې وکړي.

په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته دا کابل ته د شاه محمود قریشي لومړی سفر دی چې تر سره کیږي، تر دې مخکې د پاکستان د آی اېس آی ادارې پخوانی مشر فیض حمید هم په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی و.

قریشي پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې پاکستان دا مهال د سپین بولدک ـ چمن او تورخم لارې د افغانانو د پلي تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ بندې کړي دي.

د لارو بندېدو له امله د بڼوالو او سوداګرو په وینا په زرګونو ټنه مېوه یې خرابه شوې ده.

اسلام اباد که څه هم له افغانستان سره د تجارت د ودې په خاطر پر واردیدونکو میوو ګمرکي تعرفې صفر ته ټیټي کړي خو په ورته وخت کې یې د غیر قانوني داخلیدو د مخنیوي په هدف د عادي افغانانو په تللو هم قیودات زیات کړي دي.

دا کار د پاکستاني‌ چارواکو او د افغانستان د نویو واکمنانو ترمنځ د جنجال د رامنځ ته کیدو لامل هم شوی دی، چیرې چې څو ځله د اعتراض په توګه پوله تړل شوېده.

XS
SM
MD
LG